امنیت شورا پر سوریې د صهیونیستي رژیم بریدونه وغندل
Oct 13, 2026 09:26 Asia/Kabul
پارس تودي – د ملګرو ملتونو استازي او د دغه نړیوال سازمان د امنیت شورا غړو پر سوریې د صهیونیستي رژیم بریدونه وغندل.
د پارس تودي د راپور له مخې، د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال کلودیو کوردونه، او د دغه نړیوال سازمان د امنیت شورا غړو د سوریې په اړه په یوه غونډه کښې پر دغه هېواد د اسرائیلو د رژیم بریدونه وغندل او د دغو بریدونو د درولو غوښتنه یې وکړه.
هغوی همداراز د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ؛ خو امریکې د صهیونیستي رژیم په ملاتړ سره، د دمشق او تلابیب ترمنځ یوازې د خبرو اترو غوښتنه وکړه.
ټیګونه