شکارچی: د سیمې هېوادونه دې د امریکا له ناتوانه امنیتي چتره ووځي
پارس ټوډې — د ایران د وسلهوالو ځواکونو جګپوړي ویاند په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې اجازه به ورنه کړي څو په لوېدیځه اسیا کې د دښمن له خوا غوښتل شوی سیمهییز نظم بیا رامنځته شي. هغه د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې وویل: «باید د امریکا له ناتوانه امنیتي چتر څخه ووځئ.»
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د وسلهوالو ځواکونو جګپوړي ویاند، پاسدار بریدجنرال ابوالفضل شکارچی، په یوه اعلامیه کې وویل:
«امریکا په لوېدیځه اسیا کې له هغه خپلجوړ کړي ناورین څخه د وتلو لپاره، چې هره ورځ پکې لا ډېره ډوبېږي، د سونتوکو قاچاق ته مخه کړې ده. خو اساسي پوښتنه دا ده: ایا سمندري غلا، او د سونتوکو قاچاق کولای شي د امریکا د حتمي ماتې مخه ونیسي؟ هېڅکله نه!»
هغه زیاته کړه: «د هرمز تنګي د کنټرول په اړه د امریکايي چارواکو تبلیغاتي جګړه او پرلهپسې دروغ به د جګړې په ډګر کې واقعیتونه بدل نه کړي. نه رواني عملیات او نه رسنیزې ادعاوې کولای شي واشنګټن د خپلو ناکامو ستراتیژیو له پایلو وژغوري. ماتې په تبلیغاتو او رواني جګړه نه شي پټېدای او د جګړې د ډګر واقعیتونه په شور او تبلیغاتو نه بدلېږي.»
هغه څرګنده کړه: «د ایران د تمدن، تاریخ او ملت په اړه د امریکايي چارواکو وروستۍ سپکاویکوونکې څرګندونې، چې له واقعیتونو ناخبره او ناعاقلانه دي، نه یوازې د هغوی د بېوسۍ څرګندونه کوي، بلکې د ایران د اتل ولس هوډ لا پیاوړی کوي.
موږ څو څو ځله خپل ځواک او اراده امریکايي او صهیونیستي دښمنانو او د هغوی متحدینو ته ښودلې ده. د ایران د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه نن له پخوا په لوړې کچې چمتووالي او وړتیاوو سره، په پرېکنده ډول د ملي ګټو، د هېواد د امنیت او د اسلامي ایران د حاکمیت دفاع کوي او په پیاوړو بریدونو سره به پر دښمنانو ماتې وتپي.»
هغه ټینګار وکړ: «د سیمې هېوادونه باید د امریکا له ناتوانه امنیتي چتر څخه ووځي. واشنګټن حتي په سیمه کې د خپل امنیت د تأمینولو توان نه لري، نو د نورو د امنیت د تأمینولو خبره خو لا پرېږدئ. د امریکا پر ادعا شوي امنیتي چتر تکیه کولو ته دوام ورکول، له یوې ناسمې محاسبې او ناسمې پرېکړې پرته بل څه نه دي او یوازې درانه لګښتونه به ولري.»
هغه په پای کې وویل: «د سیمې هېوادونو په عملي ډګر کې د امریکا د ادعا شوي امنیتي چتر ناکارندوالې تجربه کړې دی . اوس وخت دی چې له دې تجربې څخه درس واخلي او د ټرمپ او نتانیاهو پر شلېدلې رسۍ ځانونه د مرګ کندې ته ونه غورځوي.
موږ به اجازه ورنه کړو چې په لوېدیځه اسیا کې د امریکا او صهیونیستي رژیم د خوښې سیمهییز نظم بیا رامنځته شي.»