غریبآبادي: ایران هر ډول سناریو ته چمتو دی
پارس ټوډې — د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، په دې ټینګار سره چې ایران د هر ډول سناریو لپاره چمتو دی، وویل: «موږ هم ډیپلوماسۍ ته چمتو یو او هم جګړې او د هېواد دفاع ته.»
د پارس ټوډې د راپور له مخې، کاظم غریبآبادي له «العربي» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړه چې تهران د نیویارک په غونډه کې د ایران له لوري د وړاندې شوي پلان په اړه د امریکايي لوري د اندېښنو او نظرونو خپل ځواب وروستي پړاو ته رسوي.
هغه د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو بهیر ته په اشارې ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په دغو خبرو اترو کې ګډون ته دوام ورکړی، خو امریکايي لوري د اسلامآباد د تفاهملیک له مخې خپلې ژمنې نقض کړې دي.
غریبآبادي د ایران په جنوب کې د بندرعباس ښار په یوه خبري غونډه کې، چې د کورنیو او بهرنیو رسنیو له استازو سره یې درلوده، د اووه ورځني پلان او په اړه یې د امریکا د دریځونو په هکله ویلي وو:
«دا پلان د منځګړو او واسطهکوونکو له لارې لېږدول شوی، د امریکايي لوري نظرونه ترلاسه شوي او اوس تر ارزونې لاندې دی. له کورنیو مشورو او ارزونو وروسته به ځواب له همدې لارې اعلان شي. خو عادي حالت ته بېرته ستنېدل او د هرمز تنګي پرانیستل په بشپړه توګه د امریکا له خوا خپلو پخوانیو ژمنو ته پر بېرته ستنېدو پورې تړلي دي.»
غریبآبادي ټینګار وکړ چې د امریکا له خوا خپلو ژمنو ته بېرته ستنېدل یوه اساسي او نه بېلېدونکې برخه ده او د ایران د اسلامي جمهوریت هر راتلونکی اقدام به په همدې شرط پورې تړلی وي.