-
انصارالله خواستار تحقیق بین المللی درباره تجاوز به یمن شد
Oct 16, 2026 06:34زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي محمد الفرح وویل، موږ پر یمن د سعودي عربستان د تېري په اړه د یوې بېطرفه او خپلواکې نړیوالې څېړنې غوښتنه کوو.
-
د سعودي عربستان د هوايي ډګرونو د کارولو د خطرونو په اړه د امریکا سفارت خبرداری
Oct 16, 2026 05:35زمونږ خبریال راپور راکړی په سعودي عربستان کې د امریکا سفارت د دغه هېواد پر هوايي ډګرونو وروستیو توغندوي او ډرون بریدونو ته په اشارې سره، د نورو بریدونو د احتمال او د الوتنو د ګډوډېدو په اړه خبرداری ورکړی او له امریکايي ښاریزو یې غوښتي چې د سعودي عربستان د هوايي ډګرونو د کارولو پر مهال احتیاط وکړي.
-
د یمن د انصار الله نامتو غړی:تراوسه پرمختللې وسلې میدان ته نه دي رایستل شوي
Oct 16, 2026 04:51زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصارالله غورځنګ لوړپوړي غړي «محمد الفرح» په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د یمن هوښیارې او پرمختللې وسلې لا هم د جنګ ډګر ته نه دي داخلې شوې.
-
د عربستان د هوايي دفاع تشه؛ ولې د یمن توغندي د دغه هېواد دفاعي سیستمونه ننګوي؟
Oct 15, 2026 15:01پارس ټوډې - د سعودي عربستان د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا د یمن د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي په برخې کې راپور شوې ناکامي، د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې دي. د راپورونو له مخې، سعودي چارواکو د دغو بریدونو د لاملونو معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي؛ هغه بریدونه چې د ریاض نړیوال هوائي ډګر پشمول مهمې سیمې ئې اغېزمنې کړې او د مرګژوبلو راپورونه هم ورسره تړل شوي دي.
-
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر: زمونږ هدف د تیریو او د کلابندۍ ختمولو ته د عربستان مجبورول دي
Oct 14, 2026 10:31پارس ټوډې – د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر «مهدي المشاط» ویلي، پر سعودي عربستان زموږ بریدونه یو سنجول شوی او پر ځای اقدام دی او هدف یې دا دی چې سعودي عربستان د یمن پر ضد د تېریو او کلابندۍ پای ته رسولو ته اړ شي.
-
عربستان د آرامکو د تېلو پر چاڼځای د یمني ځواکونو د توغندي لګېدل ومنل
Oct 14, 2026 05:40د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ادعا وکړه چې د آرامکو شرکت یوه اداري ودانۍ په نښه شوې او له امله ئې «محدود اورلګېدنه» رامنځته شوې ده.
-
د یمن د ماشومانو په ملاتړ په کراچۍ کې د زدهکوونکو سمبولیکه غونډه
Oct 14, 2026 05:27پارسټوډې ـ د پاکستان د کراچۍ ښار د اسلامي زدهکړو مرکز زدهکوونکو د یمن له خلکو سره د پیوستون په موخه یوه سمبولیکه غونډه جوړه کړه او د دغه هېواد د محاصرې پای ته د رسولو، د بشري مرستو د لېږلو او په سیمې کې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتنه ئې وکړه.
-
یحیی سریع: «آرامکو» پوځي ټارګټ دی؛ له دغې سیمې لیرې شئ
Oct 14, 2026 05:19پارسټوډې ـ د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویندوي د عربستان د آرامکو شرکت کارکوونکو او سعودي ملکي وګړو ته خبرداری ورکړ چې د دغه شرکت شاوخوا سیمې دې خالي کړي، ځکه چې دا ځای پوځي هدف ګڼل کېږي.
-
عربستان دا ځل له یمن سره د منځګړیتوب لپاره له عراق مرسته وغوښته
Oct 13, 2026 15:01تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د لبنان العهد وېبپاڼې د عراقي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې سعودي عربستان دا ځل له بغداد څخه له یمن سره د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.
-
سعودي عربستان د یمن له انصار الله سره مقابله نشي کولای
Oct 13, 2026 14:08زمونږ خبریال راپور راکړي د صهیونیسټي ټیلي ويژن چینل «ایران اینټرنیشنل» یوه شناند علي صدرزاده وویل، سعودي عربستان د یمن انصارالله ته د ماتې د ورکولو توان نه لري او امریکا هم نه شي کولای له خپلو عربي متحدانو دفاع وکړي.