ایران کې د انګلستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو
د انګلستان د لوړپوړو چارواکو له خوا د فیرفورډ پوځي اډې د ادعا شوې پېښې په تړاو پر ایران د بېاساسه تور لګولو په غبرګون کې، په تهران کې د انګلستان سفیر هوګو شورټرپرون د سېشنبې په ورځ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اروپا د برخې د مرستیال وزیر او عمومي مدیر له خوا احضار شو.
په دغې لیدنې کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د انګلستان د ایران ضده غیرمسؤلانه او زیانمن چلند په اړه سخت اعتراض هغه ته ورسول شو.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، علیرضا یوسفي د ایران پر وړاندې د انګلستان د حکومت بېاساسه ادعا په بشپړه توګه رد کړه.
هغه ټینګار وکړ چې انګریز چارواکي نه شي کولای د حقایقو په پټولو او پر ایران د بېاساسه تورونو په لګولو سره، د امریکا او اسرائیلي رژیمونو له پوځي تېري سره د خپلې همکارۍ او همدارنګه د ایران ضده ترهګرو ډلو او عناصرو ته د اوږدمهاله پناه ورکولو له امله له حساب ورکولو او نړیوال مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اروپا د برخې عمومي مدیر د ایران ضده پروپګنډيز کمپاین په چوکاټ کې د انګلستان غیرمسؤلانه اقدامات وغندل او ټینګار ئې وکړ چې دغه اقدامات ټول د انګلستان د حکومت له نړیوالو حقوقي ژمنو سره په ټکر کې دي.
هغه ټینګار وکړ چې د انګلستان حکومت باید د فیرفورډ په مرکز کې د ادعا شوې پېښې په تړاو د ایران پر ضد د خپلو تورونو اسناد او شواهد ژر تر ژره وړاندې کړي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که انګلستان دغه اسناد او شواهد وړاندې نه کړي، د ایران اسلامي جمهوریت به په جدي توګه په دوهاړخیزو اړیکو بیاکتنه وکړي، او د دې پرېکړې د پایلو مسؤلیت به د انګلستان د حکومت پر غاړه وي.
لندن باید د فیرفورډ پوځي اډې په اړه پر ایران د لګول شویو تورونو اسناد ژر تر ژره وړاندې کړي
د انګلستان سفیر ټینګار وکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې او اعتراضونه به د خپل هېواد چارواکو ته ورسوي.