-
په کوهاټ کې د پولیس لاین په غمیزې کې د شهیدانو شمیر۲۱ تنو ته رسیدلی
Sep 19, 2026 06:02د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر یا آئي جي ذوالفقار حمید ویلي چې د پولیسو زاړه لاین ترڅنګ د جامع جومات په خوا کې په دغې زوروې چاودنې کې چې له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د پولیسو له ودانۍ سره وجنګول شو . له چاودنې وروسته یوه بل ځانمرګي بریدګر د ځانګړې څانګې د ودانۍ ترڅنګ ځان ته چاودنه ورکړه، چې په نتیجې کې یې ۱۵ پولیس او ۶ عام وګړي شهیدان شول.
-
افغان طالبان د کړکېچ د کمولو لپاره ملګرتیا ته ګروهمن نه دي
Sep 19, 2026 05:43د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ویلي چې د افغانستان د طالبانو حکومت له اسلاماباد سره دملګرتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره لازم چمتووالی نه لري.
-
کابل به د افغان کډوالو په باب د ایران ،ملګروملتو او طالبانو د ناستې کوربه وي
Sep 11, 2026 17:28د افغانستان کابل به په نزدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د مشکلاتو د ارزونې لپاره د ایران ،ملګروملتو او طالب حکومت د درې اړخیزې ناستې کوربه وي.
-
دننګرهار او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ پرپوهنتوني همکاریو ټینګار وشو
Sep 11, 2026 12:07د ایران اسلامی جمهوریت تیار دی چې دننګرهار پوهنتون د استادانو او زده کړیالانو دظرفیتونوپه لوړولو،علمي سفرونو،دایران له بېلابېلو پوهنتونونو سره د علمي تړونونو لاسلیکولو،او نورو زمینو برابرولو ډاډ ورکړ. په ناسته کې دهیواد د نافذه قوانینوپه رڼا کې د علمي او تحصصي همکاریو پر دوام ټینګار وشو
-
په پاکستان کې د افغان محصلینو منل منع شول
Sep 09, 2026 06:41په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا په غیر قانوني د اوسیدونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو او سرحدي ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې روانه ده، د پاکستان په طبي پوهنځیو کې د افغان محصلینو منل منع شوي دي.
-
د افغانستان په ختیځي سیمو کې د روغتیائي چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې ښهوالی راغلی دی
Sep 07, 2026 13:26د زابل ولایت پشمول زیاتره خلک خوشحاله دي چې روغتیايي چوپړتیاوې د پخوا په پرتله ښه شوې، خو وایي، دا بسنه نه کوي او حکومت دې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه زابل ولایت ته ډېره پاملرنه وکړي
-
هېڅ یوه هېواد ته اجازت نه ورکوو چې له ایران سره زمونږ اړیکې کمزورې کړي
Sep 07, 2026 13:03د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحا...مجاهد وايي، له ایران سره د افغانستان اړیکې ژورې او مهمې دي او هېڅ هېواد ته به اجازت ورنه کړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې کمزورې کړي.
-
نړیوال کارپوهان باؤري دي،د افغانستان نسبي ارامښت د امریکا د۲۰ کلني جنګ منطق ترپوښتنې لاندې راوست
Aug 29, 2026 07:30یو شمېر کارپوهان باور لري چې له افغانستانه د امریکائي عسکرو له وتلو وروسته نسبي ارامښت ، په دغه هېواد کې د واشنګټن د ۲۰ کلنې جګړې منطق له جدي ننګونې سره مخ کړی دی.
-
تورخم؛ د چین او پاکستان د اقتصادي کریډور د راتلونکي مهمه دروازه ده
Aug 25, 2026 14:09پارس ټوډې – د پاکستان تورخم دروازه د چین او ددغه هیواد د اقتصادي کریډور یا دهلېز او د افغانستان د سوداګرۍ د لارې د راتلونکي لپاره په یوې مهمې او ټاکونکي ساحې بدله شوې ده.
-
د افغانستان په ننګرهار کې سږ کال د خرما حاصلات زیات شوي
Aug 25, 2026 11:37د افغانستان د ننګرهار ځاي چارواکي وایي، د خرما د بڼ ښه پالنه او پر وخت ورته د کیمیاوي سرې او درملو ورکول د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.