د افغانستان او پاکستان بدلونونه ؛په تیرې اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې د پاکستان او افغانستان په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی،په دغه ننني مطلب کې به په سر کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو او بیا به هم راوبولوو ،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته نو ترپایه راسره ملتیا و کړئ.
*//*//*/
د ایران او افغانستان د شیانو د راکړې ورکړې او ټرانزیټ زیاتیدا او پیاوړتیا
*/*/*/*/
د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان دپوځ هوائي بمبارۍ او پر یوه بل د ترهه ګرو د ملاتړ تورونه
*/*/*/
د پاکستان لوړپوړي چارواکي له بندیزونو سره سره د ایران د اسلامی جمهوریت د ټيکنالوجیکي او علمي پرمختګ او پراختیا ستاینه او قدرونه
*/*/*/*
او د د پاکستان دفاع وزیر، د «فلای دوبۍ» له پېښې څخه د جنایتکار اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر دپروپيګنډیزې استفادې په غبرګون کې وویل: د نړۍ عمومی افکار د نتانیاهو پر وړاندې هوښیار شوي او خلک نور د وحشي صهیونیستانو په تبلیغاتو باور نه کوي. اوس هم راګرځو د ځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته ...
**********************
په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال، سید حسن مرتضوي، په افغانستان کې د امنیت او ثبات او د دغه هېواد د اقتصادي پراختیا په برخې کې د تهران پر ملاتړ ټینګار وکړ او د مزارشریف له لارې ئې د ترانزیټ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
سید حسن مرتضوي د افغانستان مزارشریف ته د خپل سفر پر مهال د بلخ له والي، ملا محمد یوسف وفا، سره وکتل او د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو مسایلو په اړه ئې خبرې وکړې. په دغې لیدنې کې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او همدارنګه د مزارشریف له لارې د ټرانزیټي لارو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
مرتضوي همدارنګه په بلخ کې د فرهنګي ملګرتیاؤ د پراختیا او د ګډو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د ایران چمتووالی څرګند کړ.
په افغانستان کې د چین سفیر، ژاو شینګ، په یوې لیکنې کې د بیجینګ او کابل ترمنځ د اړیکو او همکاریو شته ننګونو ته په اشارې، چې د امنیت، د پروژو د تمویل او لوجسټیک په برخو کې ستونزې هم پکې شاملې دي، لیکلي چې دغه ستونزې به د چین او افغانستان د ملګرتیاؤ لاره بدله نه کړي.
په افغانستان کې د چین سفیر زیاته کړې چې چین او افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو ملګرتیاؤ په برخې کې یو د بل بشپړوونکي دي او د دواړو هېوادونو خلک هم د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي.
په کابل کې د چین سفیر ټینګار کړی چې که دواړه هېوادونه په صبر او هوډ سره د ګډې همکارۍ پر لاره حرکت وکړي، نو دغه ملګرتیا به په راتلونکي کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.
ژاو شینګ د دواړو هېوادونو اقتصادي ملګرتیاؤ ته په اشارې لیکلي چې چین د افغانستان د صادراتي توکو لپاره په ټولو تعرفوي کټګوریو کې ګمرکي تعرفې صفر کړې دي .هغه زیاته کړې ده چې دغه اقدام د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د چین بازار ته د دغو توکو د لاسرسي لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي.
د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د ویندوي مرستیال، حمدا... فطرت، د پاکستان له خوا د کونړ او هلمند پر ولایتونو وروستي هوايي بریدونه جنګي جنایت او د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری بللي او ویلي ئې دي چې طالبان به د دغو بریدونو په غبرګون کې د خلکو د وینې غچ واخلي.
د افغانستان د حکومت مرستیال ویندوي زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ او د هلمند ولایت د ګرشک/ګرِمسیر ولسوالۍ ځینې سیمې په هوائي بریدونو کې په نښه کړې دي. د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې د عامو خلکو کورونه په نښه شوي، چې له امله ئې د مرګژوبلې ترڅنګ درې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت مرستیال ویندوي همدارنګه د پاکستان دغه بریدونه له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللي او ویلي ئې دي: طالبان یو ځل بیا ټینګار کوي چې د داسې تېریو په وړاندې به د خپلو خلکو د وینې غچ واخلي او پاکستان ته به حساب شوی ځواب ورکړي.
حمد ا... فطرت د پاکستان هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ضد د ترهه ګرو فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي.
پاکستان تل ادعا کوي چې پر افغانستان هوائي بریدونه په دقیق او هدفمند ډول د وسلهوالو پر ضد ترسره کېږي؛ خو د ملګرو ملتو د راپورونو له مخې، د افغانستان د طالب حکومت او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ د نښتو او بریدونو په پایلې کې تر اوسه ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۱،۲۱۶ نور ټپیان شوي دي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، سید محسن نقوي، د ایران د صنعتي او تولیدي وړتیاوو په ستاینې کې، سره له دې چې ایران له څو لسیزو راهیسې له بندیزونو سره مخ دی، ټینګار کړی چې پاکستان باید د ایران له تجروبې څخه په زدهکړې سره به د خپل داخلي تولید د پیاوړتیا او په وارداتو د خپلې تکیه کولو د کمولو لپاره کار واخلي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې د غړو په غونډې کې، د ایران د اقتصاد بېلابېلو برخو، چې په هغو کې د ودانیز صنعت او د ګاډو د جوړولو صنعت ته په اشارې سره وویل: د ایران ډېری اړین توکي او محصولات په خپله د دغه هېواد په داخل کې تولیدېږي او دا موضوع د پاکستان لپاره هم د استفادې وړ تجروبه کېدلی شي.
محسن نقوي په پاکستان کې د تولید پر لور د حرکت پر اړتیا په ټینګار سره وویل چې پاکستان باید د صادراتو د زیاتولو ترڅنګ، د هغو توکو واردات هم کم کړي چې په داخل کې ئې د تولید امکان وي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دوام کې هغو هېوادونو ته په اشارې چې له بندیزونو سره مخ شوي دي، وویل: پاکستان باید د دغو هېوادونو له تجروبو څخه استفاده وکړي او د کورني تولید د پیاوړتیا او اقتصادي اړوندوالي د کمولو لپاره د هغوی بریالۍ لارې چارې عملي کړي.
د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف، د «فلای دوبۍ» الوت له پېښې د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر د تبلیغاتي او پروپيګنډيزې استفادې په غبرګون کې وویل: د نړۍ عمومي افکار و د بنیامین نتانیاهو پر وړاندې ډير سخت دریځ نیولی او خلک نور د صهیونیستانو په تبلیغاتو باور نه کوي.
خواجه محمد آصف په ټولنیز چینل «ایکس» کې د فلای دوبۍ هوايي شرکت د الوتکې له پېښې څخه د اسرائیلي رژیم د تبلیغاتي استفادې په غبرګون کې ولیکل: په غزې د اسرائیلي تیریګر او جنایکار رژيم د تېريو له پیل راهیسې، نتانیاهو هڅه کړې چې د جعلي کیسو په تبلیغ او له سپَکو او بېارزښته چلولونو څخه په استفادې سره خپلې ادعاګانې باؤری وبریښوي ؛ خو د نړۍ عمومی افکارو د هغه پر وړاندې ډیر سخت دریځ نیولی دی
خواجه محمد آصف زیاته کړې: داسې وخت هم و چې د نړۍ خلکو د اسرائیلي رژیم پر تبلیغاتو باور کاوه، خو اوس هغوی خپل ټول اعتبار د تل لپاره له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه وویل: دا هغه بهیر دی چې د یوې ژَورې کندې پر لور روان دی او د حساب ورکولو شېبه په چټکۍ سره رانږدې کېږي.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت له اپوزیشن ګوندونو سره د اختلافاتو د حل او له هر ډول مخامخ کېدو څخه د ډډې کولو لپاره له مخالفانو سره په خبرو بوخت دی، د عمران خان تحریک انصاف ګوند لا هم د اسلاماباد پر لور د حکومت ضد لاریون پر ترسره کولو ټینګار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د هر ډول کورني بېثباتۍ په اړه خبرداری ورکړی دی. البته د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف له خوا د خبرواترو د بلنې او نیویارک ته دهغه د تلو په وجه دغه حکومتی ضد لاریون وځنډول شو. او وټاکل شوه چې د اکتور به څلورمه به دغه لاریون پیل کړي. په دې مینځومیان کې د پاکستان دمرکزي حکومت او اپوزیشن لورو ترمینځ د خبرواترو څو پړاؤنه ترسره شول او اټکل کید چې د غه خبرې اترې کومې مثبتې نتیجې ته ورسیږي، خو بلاخره هم دغه خبرې اترې د اکتوبر په دریمه ماښام ناکامې شوې او د تحریک انصاف ګوند مشرانو اعلان وکړ چې داسلام اباد په لور به خپل دغه لاریون شروع کوي او ترڅو چې د دوي غوښتې منل شوي نه وي، دوي به بیرته ونه ګرځي.
د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په ځینو مهمو واټونو کې د امنیتي ځواکونو شمېر دوه چنده شوی او امنیتي مسوولینو د هر ډول بېړني حالت لپاره د اصلي لارو او واټونو د تړلو لپاره د اصلی سړکونو په شاوخوا کې ستر ستر کنټینرونه ځای پر ځای کړي دي.
پاکستانۍ خپرونې «ډان» له عراقه د امریکائي عسکرو وتل د یوه ناسم او له کړکېچه د ډک شتون د پای په توګه تعبیر کړي او لیکلي ئې دي: د فارس خلیج د څنډې هېوادونو لپاره د امریکا د امنیتي چتر خوب ډېر ژر له منځه ولاړ، ځکه همدغه پوځي اډې، چې د بېثباتۍ سرچینې دي، پخپله کوربه هېوادونه هم د خپلو منفي پایلو قرباني کوي.
انګریزي ژبې «ډان» ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې، چې «له عراقه وتل» نومېږي، په سیمې کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه د امریکا پوځي عملیاتو او د هېوادونو د نیواک په برخې کې د امریکا تېرې تورتمو تجروبو ته کتنه کړې ده؛ داسې نیواک چې په نتیجې کې ئې ګډوډي او نوي ګواښونه رامنځته شوي دي
په دغې سرمقالې کې راغلي دي: امریکا او متحدانو ئې مخکې په ۲۰۰۳ کال کې پرته له بلنې او د پوځي یرغل له لارې عراق ته وارد شوي وو.
«ډان» ورځپاڼې زیاته کړې: د سپینې ماڼۍ دغه ناسنجول شوې بلاغوښتنو عراق په یوې داسې کنډوالې بدل کړ چې له داخلي جنګ او د داعشي ترهګرو له بریدونو سره مخ شو.
د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۳۰ د بغداد په واټونو کې د خوښۍ او خوشحالۍ فضا خپره وه، چې دا ئې ښودله ډېری عراقیان د بهرنیو عسکرو په وتلو ډير خوښ دي.
د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي (مولوي) او شمس تبریزي د درناوي او یاد غونډه د فارسي ژبې او ادبیاتو د استادانو او څېړونکو په ګډون ترسره شوه.
په پاکستان کې د ایران کلتوري سلایارۍ د فارسي ژبې او ادبیاتو د استادانو او څېړونکو په ګډون د مولانا جلالالدین محمد بلخي او شمس تبریزي د درناوي په موخه د یوې غونډې کوربهتوب وکړ.
په دغو مراسمو کې په پاکستان کې د فارسي ژبې استادانو د هند نیمې وچې په فرهنګ کې د مولانا د فکر او وینا د مقام په اړه خبرې وکړې او ټینګار ئې وکړ چې د مولانا اثار لا هم د دغې سیمې د خلکو د ګډ ادبي او فکري میراث یوه برخه بلل کېږي.
دغو مراسمو ته ګډونوالو همدارنګه د هندبراعظمګي د فرهنګ او تمدن په رامنځته کېدو کې د فارسي ژبې تاریخي مقام ته اشاره کړې؛ داسې ژبه چې د پېړیو په اوږدو کې یې د دغې سیمې په ادب، پوهې، تاریخ او دیوانسالارۍ کې مهم رول لوبولی دی.
په پای کې د ایران او پاکستان ترمنځ د علمي او فرهنګي ملګرتیاؤ پر پیاوړتیا، او همدارنګه د فارسي ژبې د زدهکړې او څېړنې پر لا زیاتې پاملرنې ټینګار وشو.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه وا لو ددغه اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي اوسوکاله ژوند ولرئ.
ژباړن !(سیماب)
******************************************************