په ننګرهارکې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري روغتیايي خدمتونه پیل شول
د ننګرهار ولایت په هغو سیمو کې، چې خلکو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري روغتیايي خدمتونه پیل شول.
د ننګرهار ولایت په هغو سیمو کې، چې خلکو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري روغتیايي خدمتونه پیل شول.
چارواکي وایي، د دغو ټیمونو په فعالیت سره به د لرې پرتو او محرومو سیمو د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف وایي، د یوې مرستندویه ادارې په ملاتړ د دغه ولایت د لسو ولسوالیو په هغو سیمو کې، چې خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري، ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعالیت کوي او اوسېدونکو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
مولوي امین الله شریف وایي، د دغو ګرځنده روغتیايي ټیمونو کارکوونکي به د مور او ماشوم روغتیا، خوارځواکۍ او واکسین ترڅنګ، په بېړنیو پېښو کې هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس وایي، د دغو ګرځنده روغتیايي ټیمونو کاري موده اووه میاشتې ده، چې له بشپړېدو وروسته به د اړتیا له مخې وغځول شي.
د دغې مرستندویه ادارې استازی همایون صاحبزاده وایي، دغه ټیمونه د ننګرهار ولایت په حصارک، غلجایي، شیرزادو، خوږیاڼیو، پچیر اګام، نازیان، اچین، دوربابا، مومند درې، چپرهار او هسکې مېنې ولسوالیو کې د لرې پرتو او محرومو سیمو شاوخوا شپېتو زرو اوسېدونکو ته د خوارځواکۍ او نورو روغتیايي برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.
ننګرهار د نفوسو له پلوه د هېواد له ګڼ مېشتو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، خو د نفوسو د شمېر په پام کې نیولو سره په ټولو برخو، په ځانګړې توګه روغتیايي برخه کې، لازمې اسانتیاوې نه لري. له همدې امله، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې له لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو بې برخې او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.