ایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي
په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي، د کندهار او بلخ ولایتونو ته خپلو وروستیو سفرونو ته په اشارې ویلي، چې ایران او افغانستان په اوسنیو سیمهییزو او نړیوالو شرایطو کې له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي، چې ارزونې او په عملي ډګر کې پلي کېدو ته اړتیا لري
مرتضوي له راډیو دری سره په خبرو کې ویلي، چې د کندهار له والي سره په لیدنه کې دوهاړخیز موضوعات، سیمهییزې مسئلې، امنیتي، اقتصادي او سرحدي همکاریو وڅېړل شوې او دواړو لورو په جګړه او بندیزونو کې د ایران او افغانستان پر ملتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال همدارنګه له د سرپرست حکومت له ویاند ذبیحالله مجاهد، سره د خپلې لیدنې خبر ورکړ او ویې ویل، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسنیزو همکاریو موضوع وڅېړل شوه.
دغه ایراني دیپلومات بلخ ته د خپل سفر او د دغه ولایت له والي سره د لیدنې په اړه هم وویل، چې په دې لیدنه کې په مزارشریف کې د ګډو مسئلو ترڅنګ، د ایران او افغانستان ترمنځ پر لویو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
د هغه په وینا، په دې لیدنه کې هم د بېثباتۍ رامنځته کوونکو او د امنیت ضد اقداماتو پر مخالفت او د ترهګرۍ او د امنیت ضد فعالیتونو پر وړاندې د ګډې مبارزې پر همکاریو ټینګار وشو.