افغان طالبان د کړکېچ د کمولو لپاره ملګرتیا ته ګروهمن نه دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ویلي چې د افغانستان د طالبانو حکومت له اسلاماباد سره دملګرتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره لازم چمتووالی نه لري.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي سجاد حیدرخان ووئیل؛د اسلاماباد او کابل ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د سیمې د هېوادونو منځګړیتوب کوونکو هڅو تر اوسه کومه نتیجه نه ده لرلې او د افغان لوري نه لېوالتیا د دې بهیر د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځېدلې ده.
حیدرخان زیاته کړه چې پاکستان په تېر یوه کال کې د سیمې د هېوادونو د منځګړیتوب له لارې دوه ځله له طالبانو سره تعامل کړی، خو د افغان لوري ځواب مثبت نه و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: د سیمې د هېوادونو له هڅو او د ځینو دوستو هېوادونو له مثبتو اقداماتو سره سره، افغان طالبانو داسې تضمین نه دی وړاندې کړی چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر ضد د ترهګرو فعالیتونو د ترسره کېدو مخه ونیسي. د داسې تضمین وړاندې کول د اسلاماباد لپاره بنسټیز اهمیت لري.
سجاد حیدرخان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د بیا پیل کېدو د احتمال په اړه هم وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېر کال کابل ته د خپل سفر پر مهال د موجودو ستونزو د حل لپاره ګڼ وړاندیزونه وړاندې کړي وو، چې په مقابل کې ئې له افغان لوري تمه کېدله چې د پاکستان پر ضد د ترهګرو فعالیتونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د سولې د بهیر د پرمخ وړلو لپاره د چین، قطر او ترکیې پشمول د بېلابېلو هېوادونو له ظرفیتونو څخه کار اخیستی، خو د افغان لوري د نه ملګرتیا له امله دغو هڅو بشپړ نتیجه نه ده ورکړې.