ایران او افغانستان د اوبو او برېښنا پر همکاریو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179632-ایران_او_افغانستان_د_اوبو_او_برېښنا_پر_همکاریو_خبرې_وکړې
د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌آبادي او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخوندزاده د اوبو او برېښنا په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
(last modified 2026-10-08T10:48:46+00:00 )
Oct 08, 2026 15:15 Asia/Kabul

د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌آبادي او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخوندزاده د اوبو او برېښنا په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، لېږد او وېش په برخو کې د شته فرصتونو او د پانګونې پر امکاناتو هم بحث شوی دی.

دواړو لورو د اوبو او برېښنا په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا، د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو او د شته ظرفیتونو د کارونې پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د انرژۍ په اړه دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي‌آبادي د روان کال په سپټمبر کې هم د افغانستان له چارواکو سره د برېښنا، اوبو او د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې کړې وې.

د ایران د چارواکو په وینا، دغه هېواد چمتو دی چې افغانستان ته د برېښنا د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د همکارۍ زمینه برابره کړي.

د یادونې وړده، چې په یوه وروستۍ لیدنه کې د ایران له لوري افغانستان ته د تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا د برابرولو چمتووالی هم مطرح شوی دی.