نړیوال بانک: د سیمې ۴۸ سلنه بېوزلي په پاکستان کې ده
نړیوال بانک وايي، د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په سیمه کې د ورځې له درې ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوونکو بېوزلو کسانو ۴۸ سلنه په پاکستان کې ژوند کوي.
د نړیوال بانک په تازه سیمهییز اقتصادي راپور کې ویل شوي، پاکستان د دغې سیمې د هغو کسانو نږدې نیمایي برخه لري چې د ورځې له درې ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي.
د راپور له مخې، د پاکستان د بېوزلۍ کچه د ۲۰۱۸–۲۰۱۹ او ۲۰۲۴–۲۰۲۵ مالي کلونو ترمنځ د درې ډالرو د عاید د کرښې له مخې ۶،۴ سلنه لوړه شوې ده. افغانستان، سوریه او یمن په ګډه د همدې کچې د بېوزلو شاوخوا ۴۷ سلنه جوړوي.
نړیوال بانک وايي، د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان سیمه په نړۍ کې یوازینۍ سیمه ده چې بېوزلي پکې لا هم د کرونا له وبا مخکې له کچې لوړه ده او د زیاتېدو په حال کې ده.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دغې سیمې ۱۴،۳ سلنه وګړي د ورځې له درې ډالرو څخه په کم عاید ژوند کاوه، په داسې حال کې چې دغه کچه په نړیواله کچه ۱۰،۴ سلنه وه.
بانک د پاکستان د بېوزلۍ د زیاتېدو عوامل د کرونا وبا، د ۲۰۲۲ کال ویجاړوونکو سېلابونو، لوړې بیې، د اسعارو د ارزښت کمېدو او اوږدې اقتصادي ستونزې بولي.
نړیوال بانک اټکل کوي چې د پاکستان اقتصاد به په ۲۰۲۷ مالي کال کې ۳،۸ سلنه وده وکړي، خو د بېوزلۍ او انفلاسیون وضعیت به لا هم د دغه هېواد لپاره له مهمو اقتصادي ننګونو څخه وي.