ناټو اټومي پوځي تمرین ترسره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179644-ناټو_اټومي_پوځي_تمرین_ترسره_کوي
پارس تودی- د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) اعلان کړی چې په ایټالیا کې د دغه پوځي ائتلاف راتلونکی تمرین اټومي بڼه لري، خو په کې به له واقعي جنګي وسلو څخه کار وانخیستل شي.
(last modified 2026-10-09T01:31:29+00:00 )
Oct 09, 2026 05:58 Asia/Kabul
  • ناټو اټومي پوځي تمرین ترسره کوي

پارس تودی- د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) اعلان کړی چې په ایټالیا کې د دغه پوځي ائتلاف راتلونکی تمرین اټومي بڼه لري، خو په کې به له واقعي جنګي وسلو څخه کار وانخیستل شي.

د پارس تودی د راپور له مخې، د ناټو د اټومي پالیسۍ د برخې مشرې، نسیمه باروز، د پنجشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په ایټالیا کې دSteadfast Noon په پوځي تمرین کې به له واقعي اټومي وسلو څخه کار وانخیستل شي، خو د داسې ماموریت لپاره د اړینو لوړو معیارونو پر بنسټ روزنه لا هم حیاتي ارزښت لري.

د ناټو د اټومي عملیاتو مشر، ډیویډ بول، هم وویل: د ګډې دفاع په برخه کې د نظم او د همکارۍ د وړتیا تضمین اړین دی؛ داسې ماموریت چې اټومي ماموریت یې یوه حیاتي برخه ګڼل کېږي.

د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پوځي تمرین به راتلونکې سه‌شنبه په ایټالیا کې د ۱۷ هېوادونو د ځواکونو په ګډون، د شاوخوا ۲۰۰۰ پوځي پرسونل او څه باندې ۷۰ الوتکو په ګډون پیل شي او نږدې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.

پوځي کارپوهان وایي، دا کلنی تمرین چې په منظم ډول د اکتوبر په میاشت کې ترسره کېږي، له ځمکې لاندې زېرمتونونو څخه الوتکو ته د وسلو د خوندي لېږد او پر جنګي الوتکو د هغو د نصبولو تمرینونه رانغاړي. د دغو تمرینونو پر مهال یوازې له روزنیزو بمونو څخه کار اخیستل کېږي چې اټومي سرګلولې نه لري.