افغانستان او ایران پخپلو کې سره پیاوړی اړیکې لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178776-افغانستان_او_ایران_پخپلو_کې_سره_پیاوړی_اړیکې_لري
زمونږخبریال راپور راکړ،  دافغانستان په کابل کې دایران د سفارت  مرستیال په کندهار کې دطالبانود حکومت له ویندوي  سره ناسته کړې او د دوو اړخیزو  اړیکو او مناسباتو په باب ئې ورسره  خبرې اترې کړي دي.
(last modified 2026-09-25T08:08:24+00:00 )
Sep 25, 2026 12:34 Asia/Kabul
  • افغانستان او ایران پخپلو کې سره پیاوړی اړیکې لري

زمونږخبریال راپور راکړ،  دافغانستان په کابل کې دایران د سفارت  مرستیال په کندهار کې دطالبانود حکومت له ویندوي  سره ناسته کړې او د دوو اړخیزو  اړیکو او مناسباتو په باب ئې ورسره  خبرې اترې کړي دي.

په راپور کې وئيل شوي ډي، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي  ذبیح ا... مجاهد  پر خپلې ټولیزې  ایکس پاڼې کې لیکلي دي ، په کندهار کې ئې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې دایران داسلامی جمهویت له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوی سره چې کندهار ولایت ته یې سفر کړی ناسته وکړه . مجاهد لیکلي چې ښاغلي مرتضوي پر اقتصادي. ټولنیزو او ددواړوهیوادونو تر منځ پر نوروګډو ټکو پرټینګار سره وویل . دا مهال دایران اسلامي جمهوریت  له خپل   مسلمان ګاونډي ورور هیواد  افغانستان سره پیاوړې اړیکې جوړې کړي دي.

داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان د تیلو او انرژۍ وزیر په همداوروستیو کې ایران ته په څو ورځني سفر کې د ایران له اړونده لوړپوړو چارواکو سره د  انرژۍ په تیره بیا د تیلو د لیږد  په اړه مفصلې خبرې  اترې کړي او دغه  راز ئې یو شمیر تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي دي.