«طوفان الاقصی» عملیات د صهیونیزم د پای پیل و
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ عملیاتو له حماسې راهسې ، درې کاله تېرېږي؛ هغه ورځ چې د فلسطین د مقاومت مبارزانو او د حماس اتلو ځواکونو، پر خدای تعالی په توکل او د مظلوم فلسطین د ملت په فولادي ارادې سره، د مقاومت په تاریخ کې له تر ټولو سترو عملیاتو څخه یو ترسره کړ او د صهیونیسټي غاصب رژیم امنیتي جوړښت ئې له منځه یووړ.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوې اعلامیې کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې ۱۵ ، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷مې سره سمون خوري، د «طوفان الاقصی» د تاریخي او سټراټیژیکو عملیاتو د دریمې کلیزې په مناسبت وویل، چې دغه عملیات د صهیونیزم د پای او د صهیونیستي پوځ د نهماتېدلو د افسانې د له منځه تلو پیل و او یوه داسې راتلونکيجوړوونکې او چټکوونکې پېښه وه چې د قدس د نیواکګر، توکمپال او جنایتکار رژیم د حتمي زوال بهیر یې چټک کړ.
په دغې اعلامیه کې راغلي: د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ عملیاتو له حماسې راهسې ، درې کاله تېرېږي؛ هغه ورځ چې د فلسطین د مقاومت مبارزانو او د حماس اتلو ځواکونو، پر خدای تعالی په توکل او د مظلوم فلسطین د ملت په فولادي ارادې سره، د مقاومت په تاریخ کې له تر ټولو سترو عملیاتو څخه یو ترسره کړ او د صهیونیسټي غاصب رژیم امنیتي جوړښت ئې له منځه یووړ.
اعلامیه زیاتوي: د دغې سترې، تاریخي او نههېرېدونکې پېښې له تېرېدو درې کاله وروسته، د سیمې سټراټیژیکې معادلې د مقاومت د چورلیز په ګټه بدلې شوې دي او صهیونیسټي رژیم له خپل اصلي ملاتړي، امریکا، سره یوځای د جوړښتي بحرانونو او پرلهپسې ماتو په ډنډ کې ډوب شوی دی.
په اعلامیې کې د دې په یادولو سره چې د «طوفان الاقصی» عملیات، د شهید رهبر حضرت امام سیدعلي خامنهاي (قدس سره الشریف) په تعبیر، « د راتلونکي جوړوونکې پېښه» وه چې د صهیونیسټي رژیم د حتمي زوال لوری ئې تثبیت کړ، راغلي دي: دغه عملیات نه یوازې د صهیونیستي پوځ د نهماتېدلو افسانه د تل لپاره له منځه یووړه، بلکې د مقاومت جبهه یې په ټولې سیمې کې پر یوه نهانکارېدونکي سټراټیژیک واقعیت بدله کړه.
له غزې تر لبنان، له یمن تر عراق او سوریې، او له اسلامي ایران څخه د نیواکي سیمو تر زړه پورې، ټولو په یوه واحد او همغږي جوړښت کې صهیونیسټي دښمن او د هغه امریکائي او سیمهییز ملاتړي وننګول.
په اعلامیه کې وروسته د امریکا او صهیونیستي رژیم د دویم او درېیم تپلي جنګ او ورپسې د اسلامي ایران پر وړاندې د «نصر» او «تنبیه متجاوز» عملیاتو کې د هغوی د ستراتیژیکو ماتو بېلابېلو اړخونو ته په اشارې سره ویل شوي: امریکا د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په بشپړ ملاتړ او د اسلامي جمهوریت پر وړاندې په پرلهپسې ګواښونو سره، نه یوازې خپلو اعلان شوو موخو ته ونه رسېدله، بلکې د نړۍ د عامه افکارو په وړاندې یې خپل تش او مصنوعي برم هم له لاسه ورکړ.