په نړیوالې جنايي محکمې د امریکا د نویو بندیزونو پراخ غندل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179690-په_نړیوالې_جنايي_محکمې_د_امریکا_د_نویو_بندیزونو_پراخ_غندل
زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا د نویو مالي بندیزونو پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې ده.
(last modified 2026-10-10T02:14:27+00:00 )
Oct 10, 2026 06:41 Asia/Kabul
  • په نړیوالې جنايي محکمې د امریکا د نویو بندیزونو پراخ غندل

زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا د نویو مالي بندیزونو پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې او د ملګرو ملتونو سرمنشي له دې محکمې سره د راکړې ورکړې بندیز د نړیوال عدالت پر وړاندې برید بللی دی.

 بریتانیا، کاناډا، جاپان او څو اروپايي هېوادونو هم یو ځل بیا له جرمونو نړیوالې محکمې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. دغه محکمه د هغو کسانو د محاکمه کولو هڅه کوي چې د جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد په جرمونو تورن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، ډونالډ ټرمپ به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې هغه محکمه، چې ده «سرغړونکې محکمه» بللې، امریکایان تر څارنې او محاکمې لاندې ونیسي.

د واشنګټن دغه اقدام یوازې څو ساعته وروسته له هغه ترسره شو چې پخوانۍ قاضي میرمن ناوي پیلای د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

 هغې د نړیوالو قوانینو پر وړاندې د سیاسي بریدونو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.