ولایتي: امریکا د ایران له پیاوړي او خپلواک تمدن سره ستونزه لري
پارس ټوډې — د انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د څرګندونو په غبرګون کې، په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «ستاسو ستونزه له اسلامي انقلاب سره نه ده، بلکې د ایران له پیاوړي او خپلواک تمدن سره ده.»
زمونږ د خبریال د راپور له مخې، علياکبر ولایتي د شنبې په ورځ په خپل ټولنیز رسنیز حساب کې ولیکل: «د روبیو په وروستۍ وینا کې یو څرګند تناقض شته. په لرغوني یونان کې تر وروستي کس پورې مقاومت ستایل کېږي، خو د ایران د ستر ملت مقاومت د “مرګپالې فرقې” په نوم سپکېږي.»
هغه ټینګار وکړ: «د خپلو خلکو مقاومت ستایل او د نورو خلکو مقاومت سپک ګڼل، تمدن نه دی؛ ښاغلی روبیو، دا د سلطې لپاره فلسفهبافي ده!»
د انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار د خپلې لیکنې په پای کې زیاته کړې: «ستاسو ستونزه له اسلامي انقلاب سره نه ده، بلکې د ایران له پیاوړي او خپلواک تمدن سره ده. هغو کسانو چې د هیروشیما، ویتنام، عراق او افغانستان ناورینونه رامنځته کړي، حق نه لري چې نورو ته د اخلاقو درس ورکړي!»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې وروستیو کې د یونان په پلازمېنه اتن کې د اکروپولیس په سیمه کې، د ایران د تمدن په اړه له تحریف او سپکاوي ډکو څرګندونو کې، د یونان او ایران د جګړې د تاریخي روایتونو هالیووډي انځور وړاندې کړی و. هغه ادعا کړې وه چې ایرانیانو له میلاد څخه ۴۸۰ کاله مخکې پر یونان برید وکړ او هغه یې لوټ کړ.