ایران د اونۍ په هینداره کښې
السلام علیکم، د تهران راډیو د ویب سایټ درنو لوستونکو! «ایران په تیره اونۍ کښې» د لړۍ د دې اوونۍ په خپرونه کې هم د ایران په مهمو خبرونو رڼا اچوو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، له ارمنستان څخه له راستنېدو او په دغه هېواد کې د ژواک چاپیریال په اړه غونډه کې له ګډون او وینا وروسته، په ترکمنستان او ارمنستان کې د نړیوالو غونډو جوړېدو ته په اشارې سره وویل: په وروستیو سفرونو کې د کسپین سمندرګي د اوبو د سطحې ټیټېدل، د چاپېریال ککړتیا او ژاک چاپیریال ته پراته ګواښونه، د بحث وړ مهمو موضوعاتو څخه وو.
پزشکیان زیاته کړه، دغه مسئلې ښيي چې د چاپېریال ساتنه د نړۍ د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت او نه انکارېدونکې اړتیا ده.
د ایران ولسمشر څرګنده کړه، که د چاپېریال په ساتنه کې پاتې راشو، په راتلونکي کې به د طبیعت د ویجاړۍ له درنو او نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ شو.
پزشکیان د چاپېریال په اړه په نړیوالو غونډو کې مطرح شویو موضوعاتو ته په اشارې سره وویل، په دغو غونډو کې د ژوندیو موجوداتو تنوع او د چاپېریال د ویجاړۍ د مخنیوي لارو چارو ته پاملرنه وشوه. دغه غونډې فرصت برابر کړ چې د بېلابېلو هېوادونو کارپوهان او مسوولان د ګډو ستونزو په اړه خبرې وکړي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره ګډ درک او نظر ته ورسېږي.
د ایران ولسمشر د جګړو او پوځي نښتو په چاپېریالي پایلو باندې په نیوکې سره زیاته کړه: هغه قدرتونه چې د تمدن او بشري حقونو خبرې کوي، په عمل کې په خپلو اقداماتو سره د چاپېریال ویجاړۍ ته لمن وهي. جګړې ځنګلونو، هوا، خاورې، ځمکې او د طبیعت نورو برخو ته پراخ زیانونه رسوي او د دغو اقداماتو ویجاړوونکې اغېزې د یوه هېواد په جغرافیایي پولو کې نه محدودېږي.
*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان همداشان په ایروان کې د ژوندیو موجوداتو د تنوع کنوانسیون د غړو هېوادونو د اوولسم کنفرانس د مشرانو په غونډه کې، پر طبیعت د تېري کوونکو جګړو د ویجاړوونکو اغېزو په غندلو سره، دغه کړنې «ایکوسایډ یا د چاپېریال نسلوژنه» وبللې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د جګړې پر مهال د طبیعي میراث او د ژواک چاپیریال د ساتنې لپاره اغېزناک، راڼه او د عملي کېدو وړ میکانیزمونه رامنځته کړي.
پزشکیان وویل: جګړه یوازې د انسانانو او بنسټیزو تاسیساتو لپاره ګواښ نه دی بلکې د طبیعت د مستقیمې ویجاړۍ لامل هم ګرځي او زیاته یې کړه: جګړه ځنګلونه سوځوي، تالاوونه ویجاړوي، خاوره او اوبه ککړوي او د حیواناتو بېلابېل ډولونه بېځایه کوي.
د ایران ولسمشر د چاپېریال په برخه کې همکاري د ملتونو ترمنځ یو پل وباله او څرګنده یې کړه: زموږ باور دا دی چې د ژواک چاپیریال ساتنه د «سولې د ډیپلوماسۍ» له مهمو ډګرونو څخه کېدای شي.
پزشکیان همداراز وویل: په داسې سیمه کې چې د قدرتونو د ناقانونه حضور او پراختیا غوښتونکو سیاستونو، اقلیمي بدلونونو، د اوبو له کمښت او د ایکوسیستمونو له ویجاړۍ سره مخ ده، د چاپېریال په برخه کې همکاري د ملتونو ترمنځ د یوه پل په جوړولو کې مرسته کولای شي. داسې پل چې د ټولو لپاره د سولې او امنیت، له طبیعت سره د سولې او له طبیعت سره د همغږه ژوند لرونکي راتلونکي پر لور لاره هواروي.
*/*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان، په ارمنستان کې د ژواک چاپیریال د کنوانسیون د غړو هېوادونو د اوولسم کنفرانس د مشرانو د غونډې په څنډه کې، د ګرجستان (جارجیا) له لومړي وزیر «ایراکلي کوباخیدزه» سره ملاقات او خبرې وکړې. په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او د ایران او ګرجستان د اړیکو په اړه بحث وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان همداشان د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په کتنه کې، د کانونو، سوداګرۍ، اقتصاد، سیاحت او کلتور په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او ستراتیژیک پروګرام په ترتیبولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک او لارښود پروګرام ترتیبول کولای شي په بېلابېلو برخو کې اړیکې لا ژورې کړي.
په دې کتنه کې د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان هم د ایران کلتوري مخینې او تاریخي لرغونتیا ته په اشارې سره وویل: موږ په سیمه کې ثبات او سوله غواړو، له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې ورځ تر بلې پراخوو او هڅه کوو چې دغه اړیکې د متقابل پرمختګ پر لور ولاړې شي.
*/*/*
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په دوه پنځوسمه غونډه کې د ګډون لپاره، د عراق پلازمېنې بغداد ته ورسېد او د عراق د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یې هرکلی وکړ.
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا دوه پنځوسمه غونډه په بغداد کې جوړېږي. د دې غونډې اصلي شعار «خبرې اترې او پیوستون؛ د سولې او دوامدار پرمختګ د ودې دوه اساسي ستنې» دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر به په دغه سفر کې د وزیرانو په غونډه کې وینا وکړي، د اسلامي هېوادونو له خارجه وزیرانو سره به وګوري او دوه اړخیزې سلا مشورې به ورسره وکړي.
*/*/*
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي، په باکو کې د آسیا د متقابل تعامل او باور جوړونې اقداماتو کنفرانس، یا «سیکا»، په غونډه کې د ګډون پر مهال، له دې سازمان څخه د صهیونیستي رژیم د ایستلو غوښتنه وکړه.
غریبآبادي د سیکا د مشرانو په غونډه کې د سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو او په آسیا کې د امنیتي وضعیت په اړه د ایران دریځونه تشریح کړل.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل: د نن ورځې غونډه په داسې شرایطو کې جوړېږي چې آسیا، د خپلو پراخو بشري، اقتصادي او تمدني ظرفیتونو ترڅنګ، له یو لړ پېچلو امنیتي ګواښونو سره مخ ده. د نړیوال نظام له مهمو اوسنیو ننګونو څخه یوه دا ده چې د زور کارول عادي وګڼل شي او د پوځي تېري، بندیزونو او ګواښونو له لارې پر خپلواکو هېوادونو د سیاسي ارادې د تپلو هڅې کېږي.
غریبآبادي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د پوځي بریدونو هدف ګرځېدلی دی؛ داسې بریدونه چې د هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده او د نړیوالو حقوقو، نړیوالو بشردوستانه حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.
هغه زیاته کړه: د ایران ملت په تېرو ۱۶ میاشتو کې دوه ځلې د امریکا او صهیونیستي رژیم له غیرقانوني پوځي تېري سره مخ شوی دی؛ داسې تېری چې د جدي ډیپلوماټیکو خبرو اترو په جریان کې پیل شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار وکړ: امریکا او صهیونیستي رژیم په نړۍ کې د ناامنۍ او بېقانونۍ تر ټولو سترې سرچینې دي. که نړیواله ټولنه نن د هغوی مخه ونه نیسي، د هغوی تېري به ټولو خپلواکو هېوادونو ته پراخ شي.
غریبآبادي همداراز وویل: صهیونیستي رژیم د بېوسلې کولو او د وسلو د کنټرول د هېڅ نړیوال تړون غړیتوب نه لري او د ډلهییزې وژنې هر ډول وسلو ته یې پراختیا ورکړې ده. دغه رژیم پر خپلو ګاونډیو او د لوېدیځې آسیا پر ځینو هېوادونو پوځي تېری کړی او په سیمه کې د تېري او شرارت پر سمبول بدل شوی دی.
*/*/*/
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سعید خطیبزاده وویل: د ایران له شرطونو څخه یو د جګړو پای ته رسول دي. که په هره جبهه کې جګړه روانه وي، دا په دې معنا ده چې جګړه په ټولو جبهو کې روانه ده. له همدې امله، موږ په لبنان کې د جګړې د پای ته رسولو پر خپل دریځ ژمن پاتې یوو او د اسلاماباد په تفاهملیک کې مو وکولای شول دغه هدف ترلاسه کړو.
خطیبزاده له المیادین ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړه چې نیواکګر صهیونیستي رژیم باید په سوریه او لبنان کې جګړه پای ته ورسوي؛ ځکه په لبنان او سوریه کې ډېرې پېښې له یو بل سره تړاو لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه: د لبنان پر ضد د اسرائیلو د جګړې د اوربند او پای ته رسولو په برخه کې واشنګټن له بندون سره مخ شوی دی خو د ایران اسلامي جمهوریت په وفادارۍ سره د خپلو ملګرو ترڅنګ ولاړ دی.
خطیبزاده ټینګار وکړ چې امریکا د ایران د دافع هوا سیستم او دفاعي مخنیوي وړتیاوو د له منځه وړلو په ټولو هڅو کې له ماتې سره مخ شوې ده.
*/*/*/
همداشان
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په دې خبرې سره چې ایران د یمن د مسئلې په اړه پر خپل اصولي دریځ ټینګ ولاړ دی، ټینګار وکړ چې ایران چمتو دی د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د ستونزو د سولهییز حل لپاره مرسته وکړي.
بقایي د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د شخړې په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو په تشریح کولو سره، د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ستونزې باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت تل چمتو و چې د شخړو د پای ته رسولو په لړ کښې د منځګړیتوب لپاره خپلې هڅې وکاروي او اوس هم چمتو دی چې د دواړو لورو د غوښتنې په صورت کې، د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره خپل ټول ظرفیتونه وکاروي.
بقایي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یو چارواکي د هغې ادعا په اړه، چې ګواکې ایران، یمنیان پر سعودي عربستان بریدونو ته هڅوي، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت هغه ټولې ادعاوې ردوي چې د یمنیانو په عملیاتو کې د ایران رول مطرح کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د یمن د مسئلې حل د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د هغه په کورنیو چارو کې د هر ډول لاسوهنې درولو او تر ټولو مهمه دا چې د دغه هېواد د هوايي او سمندري محاصرې پای ته رسولو ته اړتیا لري.
*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی