ارزګان کې تنکي ځوان ځان وژلی
Oct 02, 2026 06:26 Asia/Kabul
د ارزګان سیمهییز مسوولین وايي، د ترینکوټ ښار په سرخوم کلي کې یوه تنکي ځوان له خپلې کورنۍ سره له شخړې وروسته ځان زندۍ کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د ارزګان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ځوان چې ذبیحالله نومېږي، تېره ورځ له خپلې کورنۍ سره له جنجال وروسته ځان ځړولی دی.
د سرچینې په وینا، پېښه د تلې په ۹مه شوې ده.
ټیګونه