د نورستان په کامدېش کې د طالبانو عملیات پای ته ورسېدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179070-د_نورستان_په_کامدېش_کې_د_طالبانو_عملیات_پای_ته_ورسېدل
د طالبانو حکومت دفاع وزارت په نورستان ولایت کې د ترسره شویو عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-09-30T07:09:59+00:00 )
Sep 30, 2026 11:22 Asia/Kabul

د طالبانو حکومت دفاع وزارت په نورستان ولایت کې د ترسره شویو عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

دغه عملیات وروسته له هغې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې پیل شول چې د طالبانو د حکومت په وینا، د دوی وسله‌والو مخالفینو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د طالبانو دفاع وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته هم استول شوې، ویلي د عملیاتو پر مهال، د دوی په وینا، له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې څخه د «داعش او شر و فساد» تر ۳۰۰ ډېرو وسله‌وال کسان کامدېش ولسوالۍ ته داخل شوي وو او هلته یې د ناامنۍ او نظم د ګډوډولو هڅه کوله.

د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې یادو وسله‌والو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې او د هغوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې طالبانو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

بلخوا، په ختیځو ولایتونو کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي وایي، په دغو عملیاتو کې له ۳۰ ډېر د «داعش او شر و فساد» وسله‌وال وژل شوي او ۵۸ نور ژوندي نیول شوي دي.

د هغه په وینا، په نیول شویو کسانو کې ۱۰ ټپیان هم شامل دي.

محمدي وايي، پاتې وسله‌وال بېرته د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته په اوښتو بریالي شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د هغوی ۵۸ میله سپکه او درنه وسله هم د دوی ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

خو د «ازادۍ جبهې» په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دې نښته کې یې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

یادې جبهې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې په سیمه کې د طالبانو د یوې امنیتي پوستې د نیولو ادعا شوې ده؛ خو طالبانو دغه ادعاوې ناسمې بللې دي.

د طالبانو حکومت پاکستان د نورستان د کامدېش ولسوالۍ ته د وسله‌والو مخالفینو په راتګ کې په لاس لرلو تورن کړی او په همدې تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی او خپل اعتراض یې ورسپارلی دی.