فارسي؛ د تمدن ژبه (۱۵)
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179000-فارسي_د_تمدن_ژبه_(۱۵)
درنو لوستونکو! د فارسي د تمدن ژبې لړۍ ۱۵مه برخه کې به مو د سامي ژبو او په ځانګړي ډول د اکدي ژبې له لرغوني میراث سره اشنا کړو.
(last modified 2026-09-29T05:32:15+00:00 )
Sep 29, 2026 10:00 Asia/Kabul
  • فارسي؛ د تمدن ژبه (۱۵)

درنو لوستونکو! د فارسي د تمدن ژبې لړۍ ۱۵مه برخه کې به مو د سامي ژبو او په ځانګړي ډول د اکدي ژبې له لرغوني میراث سره اشنا کړو.

په تېرو برخو کې مو د فارسي ژبې له تاریخ څخه خپل سفر پیل کړ؛ داسې سفر چې د نننۍ بڼې د فارسي ژبې له رامنځته کېدو څخه ډېر پخوا پیل شوی دی.

هغه زمانې ته ولاړو چې لا ایراني قومونه د ایران فلات یا لوړې او تاریخي سیمې ته نه وو داخل شوي او د ایران او شاوخوا سیمې د بېلابېلو ژبو او فرهنګونو د لرونکو تمدنونو د اوسېدو ځایونه وو.

د سومریانو په اړه مو خبرې وکړې؛ هغه خلک چې د نړۍ له لومړنیو سترو تمدنونو څخه د یوه تمدن په رامنځته کولو او د میخي لیک په کارولو سره یې د بشر د فکر او پوهې د یوې سترې برخې د ثبت او لېږد زمینه برابره کړه.

وروسته عیلام ته ولاړو او له عیلامیانو سره هم آشنا شو؛ هغوی چې د ایران په سوېل لوېدیځ کې یې یو مهم او اغېزناک تمدن رامنځته کړی و او ژبې یې د عیلام د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته هم د اوږدې مودې لپاره په اداري او رسمي چارو کې خپل ژوند ته دوام ورکړ.

خو دا سفر لا هم دوام لري.

د هغې زمینې د لا ښه پېژندلو لپاره چې ایراني ژبې په کې رامنځته شوې، باید د لرغوني ایران په شاوخوا سیمو کې یو څه نور هم وګرځو؛ ځکه ژبې هېڅکله له یو بل څخه جلا او یوازې وده نه کوي. ملتونه له یو بل سره اړیکې لري، حکومتونه رامنځته کېږي او له منځه ځي، سوداګر او مسافر تګ راتګ کوي او په پایله کې ژبې هم پر یو بل اغېز کوي.

په دې برخه کې د لرغونو ژبو یوې سترې کورنۍ ته ورځو؛ هغو ژبو ته چې د نږدې ختیځ په پراخه سیمه کې دود وې او په بېلابېلو دورو کې د حکومت، سوداګرۍ، مکتوبونو او د بېلابېلو ملتونو ترمنځ د اړیکو ژبې وې.

د دې سفر په دوام کې به له سامي ژبو، په ځانګړې توګه له اکدي ژبې سره آشنا شو او وبه وینو چې دغو ژبو د سیمې په تاریخ کې څه ځایګی درلود او څنګه یې ورو ورو د آرامي ژبې د راڅرګندېدو لپاره زمینه برابره کړه؛ هغه ژبه چې وروسته به د ایران په تاریخ کې ډېر مهم رول ولوبوي.

په تېرو برخو کې مو واورېدل چې د فارسي ژبې تاریخ لنډ تاریخ نه دی او یوازې په تېرو څو پېړیو پورې محدود نه دی، بلکې ریښې یې د تاریخ په ژورو کې او په هغو تمدنونو کې پرتې دي چې زرګونه کاله وړاندې د ایران په خاوره او شاوخوا سیمو کې اوسېدل.

له همدې امله، په تېره برخه کې مو خپل سفر هغې زمانې ته پیل کړ چې لا ایراني قومونه د ایران فلات ته نه وو رسېدلي او دا خاوره د هغو ملتونو کوربه وه چې هر یوه یې خپله ژبه او خپل فرهنګ درلود.

هغه خلک چې د بین‌النهرین په سوېل کې یې د نړۍ له تر ټولو لرغونو تمدنونو څخه یو رامنځته کړ او د میخي لیک په اختراع سره یې د بشر د فکر، پوهې او تاریخ د ثبت لپاره لاره هواره کړه.

وامو ورېدل چې که څه هم د سومریانو حکومت له منځه ولاړ، خو ژبه یې تر پېړیو پورې د پوهې، دین او فرهنګ ژبه پاتې شوه او ډېر اثار یې تر شا پرېښودل.

عیلامیان هم هغه خلک وو چې د ایران په سوېل لوېدیځ کې یې یو ځلانده تمدن رامنځته کړ او د شوش ښار یې د خپلې زمانې له مهمو سیاسي او فرهنګي مرکزونو څخه وګرځاوه.

عیلامي ژبه چې یوه خپلواکه ژبه وه، د عیلام د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره سره یې د هخامنشیانو په اداري نظام کې ځانګړی ځای درلود او د لرغونې پارسي ژبې ترڅنګ په ډېرو کتیبو او رسمي اسنادو کې کارېده.

 دې موضوع وښودله چې د ایراني قومونو له راتګ وړاندې، دا خاوره له بډایه فرهنګ او لرغوني تمدن څخه برخمنه وه او ایراني ژبې د همدې ارزښتناکو میراثونو په چاپېریال کې وده کړې ده.

اوس د دې سفر په دوام کې د لرغونو ژبو یوې بلې ډلې ته رسېږو؛ هغو ژبو ته چې نه یوازې د بین‌النهرین د ملتونو ترمنځ، بلکې د لرغوني نږدې ختیځ په یوه لویه برخه کې هم دود وې او د اوږدو پېړیو لپاره د دولتونو، سوداګرو او بېلابېلو ملتونو ترمنځ د اړیکو وسیله وې.

موږ نن دغه ژبې د سامي ژبو په نوم پېژنو؛ د ژبو یوه ستره کورنۍ چې د هغو پېژندنه د لرغوني ایران د ژبې او فرهنګ د تحول د ځنځیر یوه بله کړۍ هم راته روښانه کوي.

که د تېرو تمدنونو د څېړنې پر مهال خپل نظر له ایراني فلات یا د ایران لوړه پراخه سیمې څخه لږ لوېدیځ لوري ته واړوو، له هغې خاورې سره مخ کېږو چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې د بشري تمدنونو د رامنځته کېدو له مهمو مرکزونو څخه وه.

هغه خاوره چې د دجلې او فرات د دوو سترو سیندونو ترمنځ پرته وه، نه یوازې د سترو دولتونو او ابادو ښارونو د رامنځته کېدو زانګو وه، بلکې د بېلابېلو ژبو او فرهنګونو د لرونکو ملتونو د ټکر او تعامل سیمه هم وه.

په دغو ملتونو کې یوه ستره ډله داسې وه چې ژبې یې هغې څانګې پورې تړلې وې چې نن یې د سامي ژبو کورنۍ بولو.

که څه هم دغه ژبې په بېلابېلو سیمو کې دود وې، خو د جوړښت او لغوي ریښو له پلوه یې له یو بل سره نږدې اړیکې درلودې او همدغو ورته‌والو ژبپوهان دې ته اړ کړي چې دا ژبې په یوه کورنۍ کې راولي.

د «سامي» نوم له پخوا راهیسې د دې ژبې ډلې د پېژندنې لپاره کارول شوی دی.

دا نوم یوازې د ژبو د ډلبندۍ لپاره کارېږي او موخه ترې د هغو ژبو ټولګه ده چې د لوېدیځې اسیا په یوه لویه برخه او شاوخوا سیمو کې دود وې.

په دغو ژبو کې ځینې ډېرې مهمې شوې؛ ځکه سترو دولتونو او پیاوړو تمدنونو په دغو ژبو خبرې کولې او ډېر لیکلي اثار یې تر شا پرېښودل.

له مهمو ژبو څخه یې اکدي، آرامي او سریاني ژبې یادولی شو؛ هغه ژبې چې هرې یوې یې د تاریخ په یوه دوره کې د سیمې په فرهنګ او سیاست کې ټاکونکی رول درلود.

لومړنۍ ژبه چې په دې کورنۍ کې ورسره آشنا کېږو، اکدي ژبه ده. دا ژبه باید له هغو پخوانیو سامي ژبو څخه وبلل شي چې ډېر لیکلي اثار یې تر لاسه شوي دي.

هغه خلک چې په دې ژبه یې خبرې کولې، د سومریانو د سیمې په شمال کې اوسېدل او ورو ورو یې خپل سیاسي ځواک پراخ کړ.

د وخت په تېرېدو سره د بابل او آشور ستر دولتونه له همدې تمدنونو څخه رامنځته شول او اکدي ژبه د هغوی د حکومتونو رسمي ژبه شوه.

له همدې امله، کله چې د بابلي یا آشوري ژبې په اړه خبرې کېږي، په حقیقت کې د اکدي ژبې د دوو مهمو څانګو یا بڼو په اړه خبرې بلل کېږي چې د وخت په تېرېدو هرې یوې یې خپل ځانګړي ځانګړنې پیدا کړې.

هغه څه چې اکدي ژبه د ایران او سیمې د تاریخ لپاره مهمه کوي، یوازې د هغې پراخوالی نه دی، بلکې هغه ډېر اثار هم دي چې له دې ژبې پاتې دي.

په زرګونو خټین لوحې، حکومتي فرمانونه، اقتصادي تړونونه، سیاسي لیکونه، قوانین او ادبي لیکنې په دې ژبه لیکل شوې دي او نن زموږ د بین‌النهرین د لرغونو تمدنونو په اړه د معلوماتو یوه ستره برخه له همدې اسنادو څخه ترلاسه شوې ده.

دغه اثار ښيي چې اکدي یوازې د خلکو د خبرو ژبه نه وه، بلکې د حکومت، پوهې او لیکنې ژبه هم وه.

د پام وړ ټکی دا دی چې د اکدي ژبې له سومري ژبې سره د توپیر باوجود، اکدي خلکو هم د سومریانو په څېر د لیکلو لپاره له میخي لیک څخه کار اخیست.

په حقیقت کې، هغوی د سومریانو د لیکلو نظام ومانه او له خپلې ژبې سره یې برابر کړ.

دا موضوع یو ځل بیا ښيي چې په لرغونې نړۍ کې د ملتونو ترمنځ د پوهې او فرهنګ لېږد یوه طبیعي چاره وه.

لکه څنګه چې نن یوه ژبه ښايي د بلې ژبې له لیکدود څخه استفاده وکړي، په هغه زمانه کې هم ملتونو د خپلو مخکنیو تمدنونو له لاسته راوړنو ګټه اخیسته او د خپلو اړتیاوو له مخې یې بدلون ورکاوه.

د بابل د دولت له ځواکمنېدو سره، اکدي ژبه د سیمې له مهمو سیاسي ژبو څخه شوه.

د پاچاهانو فرمانونه، د دولتونو ترمنځ تړونونه او ډېر رسمي مکتوبونه په بابلي ژبه لیکل کېدل.

له دې وروسته، د آشور د دولت په رامنځته کېدو سره، د اکدي ژبې آشوري بڼه لا زیاته دود شوه او د هغې د نفوذ ساحه تر لرې پرتو سیمو پورې وغځېده.

له همدې امله، اکدي ژبه د څو پېړیو لپاره د نږدې ختیځ د سترو دولتونو ترمنځ د اړیکو له مهمو وسیلو څخه وه او رول یې زموږ په زمانه کې له نړیوالو ژبو سره پرتله کېدای شي.

خو د ژبو تاریخ، د ملتونو د تاریخ په څېر، تل د بدلون په حال کې وي.

 هېڅ ژبه د تل لپاره خپل لومړنی ځای نه شي ساتلی.

د وخت په تېرېدو او د سیمې د سیاسي شرایطو په بدلېدو سره، بله ژبه ورو ورو د اکدي ژبې ځای ونیو؛ داسې ژبه چې نفوذ یې د یوه دولت یا یوه ملت له پولو واوښت او د لوېدیځې اسیا د ډېرو خلکو په ګډه ژبه بدله شوه.

دا ژبه آرامي وه؛ هغه ژبه چې د خپل پرمختګ په دوام کې یې د ایران پر تاریخ هم ژور اغېز پرېښود او له هغې سره بلدتیا به د ایراني ژبو د تېر تاریخ د پېژندنې لپاره یوه نوې کړکۍ پرانیزي.

په دې برخه کې مو د ژبو د تاریخ د پېژندنې په لاره کې یو بل ګام واخیست او له سامي ژبو سره آشنا شو؛ داسې کورنۍ چې د لرغوني نږدې ختیځ په یوه پراخه سیمه کې دود وه او مهمې ژبې یې په ځان کې لرلې.

پوه شوئ، چې اکدي ژبې، د دې کورنۍ له مهمو ژبو څخه، څنګه د بابل او آشور د دولتونو ترمنځ پراخه شوه او د پېړیو لپاره د حکومت، لیکنې او د سیمې د سترو دولتونو ترمنځ د اړیکو ژبه وه. په زرګونو خټینې لوحې، اسناد او لیکنې چې له دې ژبې پاتې دي، نن له موږ سره مرسته کوي چې د لرغونې نړۍ د تاریخ او فرهنګ یوه مهمه برخه وپېژنو.

همدارنګه مو واورېدل چې اکدي خلکو څنګه میخي لیک له سومریانو څخه واخیست او له خپلې ژبې سره یې برابر کړ؛ دا یوه روښانه بېلګه ده چې فرهنګونه او ژبې د تاریخ په اوږدو کې څنګه له یو بل څخه اغېزمنېږي او د یو بل لاسته راوړنو ته دوام ورکوي.

خو لکه څنګه مو چې وویل، هېڅ ژبه د تل لپاره په لومړي ځای کې نه پاتې کېږي. د سیمې د سیاسي او ټولنیزو شرایطو له بدلېدو سره، ورو ورو بلې ژبه د اکدي ژبې ځای ونیو او د هغې د نفوذ ساحه لا ډېره پراخه شوه؛ هغه ژبه چې وروسته د نږدې ختیځ له مهمو ارتباطي ژبو څخه شوه: آرامي ژبه.

او له همدې ځایه زموږ سفر یوې نوې مرحلې ته ننوځي؛ داسې مرحلې ته چې د ایران د ژبې او فرهنګ د تاریخ د پېژندنې لپاره ډېره زیاته اهمیت لري.

په راتلونکو برخو کې به د آرامي ژبې په لټه کې شو او وبه وینو چې دا ژبه څنګه پراخه شوه، په بېلابېلو سیمو کې یې څه ځایګی پیدا کړ او څنګه یې د ایران له تاریخ او ایراني ژبو سره اړیکه ټینګه کړه.

تر هغه وخته، مو خدای ساتونکی او ملګری