د تورخم له لارې له ۲۶ زرو ډېرې افغانې کورنۍ راستنې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179086-د_تورخم_له_لارې_له_۲۶_زرو_ډېرې_افغانې_کورنۍ_راستنې_شوې
د افغانستان ننګرهار ولایت اړوند د تورخم عمري لنډ مهاله مېشت‌غالي د راستنو شویو کډوالو د ثبت او راجستر مسوول همیش سعید وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د تورخم له لارې ۲۶ زره او ۸۱ افغانې کډوالې کورنۍ له ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.
(last modified 2026-09-30T07:55:24+00:00 )
Sep 30, 2026 12:23 Asia/Kabul
  • د تورخم له لارې له ۲۶ زرو ډېرې افغانې کورنۍ راستنې شوې

د افغانستان ننګرهار ولایت اړوند د تورخم عمري لنډ مهاله مېشت‌غالي د راستنو شویو کډوالو د ثبت او راجستر مسوول همیش سعید وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د تورخم له لارې ۲۶ زره او ۸۱ افغانې کډوالې کورنۍ له ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

هغه وایي، د دغو کورنیو د غړو شمېر ۱۳۸ زره او ۳۶۷ تنو ته رسېږي، چې له ثبت او راجستر او نورو اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د حکومت او مرستندویه ادارو د مرستو وېش مرکز ته ورپېژندل شوي دي.

د همیش سعید په وینا، راستنې شوې کورنۍ له لازمو مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته استول شوې دي.

نوموړی زیاتوي، د پخوا په پرتله راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د ثبت، راجستر او نورو اداري پړاوونو د ترسره کولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.