د ننګرهار په خوږیاڼو کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179072-د_ننګرهار_په_خوږیاڼو_کې_د_ناچاودې_مرمۍ_چاودنې_درې_ماشومان_وژلي
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند په زاوی کلي کې د ناچاودې هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
(last modified 2026-09-30T07:13:22+00:00 )
Sep 30, 2026 11:42 Asia/Kabul
  • د ننګرهار په خوږیاڼو کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند په زاوی کلي کې د ناچاودې هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

حماد وايي، پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې څو ماشومانو په سیمه کې له پخوا پاتې د هاوان یوه مرمۍ موندلې وه او په ډبره یې ټکوله، چې ناڅاپه پرې چاودلې وه.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته پوهاوی ورکړي، څو له شکمنو توکو سره د مخامخ کېدو پر مهال له لمس کولو ډډه وکړي او سمدستي نږدې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

په افغانستان کې لا هم په کلیو او بانډو کې ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي.

څه موده وړاندې د کونړ ولایت په ټولو سرحدي ولسوالیو کې، چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، د ماینونو او ناچاودو توکو د لټون عملیات پیل شوي وو چې د ځایي چارواکو په وینا، ۱۱ میاشتې به دوام وکړي.