سرلشکر رضایي: امریکا د بېوسۍ له امله هوايي محاصرې ته مخه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179098-سرلشکر_رضایي_امریکا_د_بېوسۍ_له_امله_هوايي_محاصرې_ته_مخه_کړې
پارس ټوډې ـ د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي ټینګار وکړ: د ایران شرطونه امریکا ته اعلان شوي، خو ټرمپ د پرېکړې کولو توان نه لري او امریکا په پوځي جګړه کې د بېوسۍ له امله هوايي محاصرې ته مخه کړې ده.
(last modified 2026-09-30T09:04:46+00:00 )
Sep 30, 2026 13:33 Asia/Kabul
  • سرلشکر رضایي: امریکا د بېوسۍ له امله هوايي محاصرې ته مخه کړې

پارس ټوډې ـ د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي ټینګار وکړ: د ایران شرطونه امریکا ته اعلان شوي، خو ټرمپ د پرېکړې کولو توان نه لري او امریکا په پوځي جګړه کې د بېوسۍ له امله هوايي محاصرې ته مخه کړې ده.

زمونږ خبریال راپور راکوي د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي، سرلشکر محسن رضایي، د اذربایجان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال شاهین مصطفی سره په لیدنه کې پر ایران د امریکا او صهیونیستي رژیم برید د نړیوالو قوانینو خلاف وباله او ویې ویل: ایران د دې جګړې په غبرګون کې په پوره ځواک له خپل ځانه دفاع کړې ده.

سرلشکر رضایي زیاته کړه: ټرمپ په داسې یوه جبۍ کې راګیر شوی چې نه د خبرو اترو توان لري او نه د جګړې.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي، د سیمې تاریخي تحولاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د تاریخ په اوږدو کې ډېر بهرني ځواکونه راغلي او تللي دي، خو ایران او د سیمې هېوادونه لا هم پاتې دي.

شاهین مصطفی، د اذربایجان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال، هم ایران یو دوست او ورور هېواد وباله او د ایران پر ضد د اذربایجان د خاورې د کارولو په اړه یې اوازې رد کړې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه شویو اقتصادي پروژو، په ځانګړي ډول د ارس دهلېز، د اوبو او انرژۍ په برخو کې د همکاریو، د پولو د امنیت د تأمین او د توکو او نشه‌یي موادو پر قاچاق د مبارزې په اړه ټینګار، د دې لیدنې نور مهم محورونه وو.