د امریکا د خلکو لپاره له ایران سره د جنګ دروند لګښت
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179144-د_امریکا_د_خلکو_لپاره_له_ایران_سره_د_جنګ_دروند_لګښت
جنګ یوازې د جګړې په ډګر کې لګښت نه لري؛ بلکې د هرو پوځي عملیاتو تر شا د له لاسه ورکړل شویو تجهیزاتو، زیانمنو شویو پوځي اډو او د میلیارډونو ډالرو لګښتونو حساب موجود وي.
(last modified 2026-10-01T06:37:21+00:00 )
Oct 01, 2026 10:59 Asia/Kabul
  • د امریکا د خلکو لپاره له ایران سره د جنګ دروند لګښت

جنګ یوازې د جګړې په ډګر کې لګښت نه لري؛ بلکې د هرو پوځي عملیاتو تر شا د له لاسه ورکړل شویو تجهیزاتو، زیانمنو شویو پوځي اډو او د میلیارډونو ډالرو لګښتونو حساب موجود وي.

له ایران سره د وروستۍ جګړې په اړه خپرو شوو راپورونو اوس د امریکا د پوځي او مالي زیانونو نوې برخې روښانه کړې دي؛ هغه لګښتونه چې په پای کې تر ټولو زیات د امریکا د  مالیه ورکوونکو پر اوږو باندې بارېږي.

جګړې معمولاً د عملیاتو له  نقشې، د بریدونو له شمېر او د جګړو له پایلو سره بیانېږي؛ خو جګړه یو بل حساب هم لري؛ داسې حساب چې په پای کې یې باید لګښت ورکړل شي.

د امریکا د خلکو لپاره، دا حساب تر ډېره له هغو مالیاتو څخه ورکول کېږي چې د ځواکونو د لېږلو، د تجهیزاتو د انتقالولو ، د پوځي عملیاتو او د هغو وسلو د ترمیم یا بدیل لپاره لګول کېږي چې په جګړه کې زیانمنې یا له منځه تللې وي.

اوس د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک  د وروستي لیک له مخې چې د امریکا خلکو ته یې استولی، له وروستۍ جګړې څخه د امریکايي ځواکونو د اوښتو زیانونو نوې برخې روښانه شوې دي؛ هغه زیانونه چې په سپوږمکۍ انځورونو او د امریکايي ادارو په اسنادو کې یې  هم انعکاس موندلی دی.

د ایران د  اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په دې وروستیو کې د امریکا خلکو ته په یوه لیک کې د وروستۍ جګړې د ځینو واقعیتونو او امریکايي ځواکونو ته د اوښتو زیانونو توضیحات بیان کړي دي؛ په دغه لیک کې د امریکا د اعلان شوو موخو او د جګړې د پایلې د څېړلو ترڅنګ، امریکايي ځواکونو ته د اوښتو پوځي زیانونو بېلابېلو اړخونو ته هم اشاره شوې ده.

 د دغه لیک په یوه برخه کې د ایران سپاه پاسداران ځواک  د امریکا پوځي تجهیزاتو او بنسټونو ته د اوښتو زیانونو په اړه ویلي چې له ۲۰۰ څخه زیات سټراټیژیک ډرونونه یعني بې پایلوټه الوتکې، دولس  د سون توکو د لېږد او ټرانسپورټي الوتکې، ۳۰ جنګي الوتکې او لږ تر لږه یوه اواکس الوتکه له منځه تللې ده.

همداراز یې ویلي چې لسګونه چورلکې، راډاري او هوايي دفاعي سیسټمونه او د امریکا د پوځي اډو له ۳۵۰ څخه زیات تاسیسات او بنسټونه هم له منځه تللي دي.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د دغو زیانونو د پراخوالي په اړه ویلي چې د دغو نښتو پر مهال په فارس خلیج سیمه کې د امریکا د ۱۸ اډو عملیاتي وړتیا «صفر ته نږدې» شوې ده.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک ټینګار کړی چې اوښتي زیانونه یوازې په الوتونکو تجهیزاتو پورې محدود نه وو، بلکې د دغو اډو د تاسیساتو او پوځي بنسټونو یوه د پام وړ برخه هم په نښه شوې ده.

لکه څنګه چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په دغه لیک کې ټینګار کړی، د جګړې د ګټونکي ارزونه یوازې د تجهیزاتو د شمېر یا د زیانونو د کچې له مخې نه کېږي، بلکې باید وکتل شي چې دواړه لوري تر کومې کچې خپلو اعلان شوو هدفونو  ته رسېدلي دي.

په همدې چوکاټ کې په لیک کې ټینګار شوی چې امریکا او اسرائیل، سره له دې چې پراخ پوځي امکانات یې لرل، خپلو اعلان شوو هدفونو  ته ونه رسېدل.

بهرنیو رسنیو هم دا موضوع تایید کړې ده.

خو د پام وړ ټکی دا دی چې د امریکايي تجهیزاتو د زیانونو په اړه مطرح شوي شمېرې تر یوه حده د باوري بهرنیو سرچینو له خوا هم تایید شوې دي او د لوېدیځو رسنیو او ادارو ګڼو راپورونو ښودلې چې په سیمه کې د امریکا پر پوځي شبکو باندې د ایران بریدونه ډېر پراخ او درانه وو.

د بېلګې په توګه، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه څېړنه کې چې د سپوږمکۍ پر انځورونو ولاړه وه، د امریکا له خوا کارول کېدونکو پوځي مرکزونو کې لږ تر لږه د ۲۲۸ ودانیو او تجهیزاتو د زیانمنېدو یا ویجاړېدو نښې موندلې دي؛ د الوتکو د ساتونکو ځایونو  او د ځواکونو له مېشت ځایونو څخه رانیولې، د سون توکو تر زېرمو، راډارونو، مخابراتي تجهیزاتو او حتی الوتکو پورې.

 دې ورځپاڼې ویلي چې په انځورونو کې لیدل شوي زیانونه تر هغه څه ډېر دي چې د امریکا حکومت مخکې په عامه توګه منلي وو.

د دې ارزونې اهمیت هغه مهال لا ډېرېږي چې پوه شو دا څېړنه یوازې د ایران له خوا د خپرو شوو انځورونو پر بنسټ نه وه. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  ویلي چې له ۱۰۰ څخه زیات لوړ کیفیت لرونکي سپوږمکۍ انځورونه یې څېړلي او د ۱۰۹ انځورونو اصالت یې له اروپايي سپوږمکۍ انځورونو او د Planet په ګډون د سوداګریزو شرکتونو له انځورونو سره د پرتله کولو له لارې تایید کړی دی.

په دې څېړنه کې د امریکا په پوځي مرکزونو کې ۲۱۷ زیانمنې یا ویجاړې شوې ودانۍ او ۱۱ تجهیزات پېژندل شوي دي.

د امریکا د سټراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز لوړپوړي سلاکار او د دغه هېواد د سمندري ځواکونو متقاعد ډګروال، مارک کانسیان (Mark Cancian)  د انځورونو له څېړلو وروسته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  ته ویلي چې د ایران بریدونه «دقیق» وو او په انځورونو کې پر پېژندل کېدونکو هدفونو د لګېدو ګڼې نښې لیدل کېږي.

دا موضوع یوازې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر څېړنې پورې محدوده پاتې نه شوه.

د بریتانیا د  بي‌بي‌سي د حقیقت موندنې څانګې، بي‌بي‌سي وریفای (BBC Verify)، هم د بریدونو اړوند سپوږمکۍ انځورونه او ویډیوګانې څېړلې.

د دې رسنۍ د ۲۰۲۶  میلادي کال د جون تر لومړیو پورې د څېړنې پایله دا وه چې د ایران بریدونو د سیمې په اتو هېوادونو کې لږ تر لږه د امریکا ۲۰ پوځي مرکزونو ته تاوانونه رسولي دي: د امریکا دغه پ،ځي مرکزونه په سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، کویت، عراق، اردن، بحرین او عمان کې دي.

په زیانمنو شویو تجهیزاتو کې پرمختللي توغندوي دفاعي سیسټمونه، د سون توکو الوتکې او راډارونه هم شامل وو.

بي‌بي‌سي وریفای دې پایلې ته رسېدلې چې د د رسیدلیو تاوانونو  کچه تر هغه څه پراخه وه چې په لومړیو کې په عامه توګه اعلان شوې وه.

د جګړې له دوام سره، په راتلونکو میاشتو کې هم په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د کارېدونکو مرکزونو او اډو ته د اوښتو زیانونو په اړه راپورونه خپاره شول.

یوه مهمه بېلګه په اردن کې د «موفق‌السلطي» هوايي اډه وه.

رویټرز خبري اژانس د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی و  چې پر دې اډه د ایران په برید کې یوه  ای لس ډوله  الوتکه سخته زیانمنه شوې او یو وزر یې له لاسه ورکړی دی.

 شاوخوا اته ایف پینځلس جنګي الوتکو ته هم تاوانونه رسیدلي دي.

دا معلومات لومړې سي بي ایس نیوز( CBS News) ټيلي ويژن خپاره کړل او وروسته یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس  ته په مرکه کې  د امریکا الوتکو د تاوانونو رسیدل تائید کړل.

د امریکايي الوتکو د زیانمنېدو په اړه نور د پام وړ شواهد هم شته.

 د امریکا د دفاع وزارت د عمومي پلټونکي راپور چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې خپور شو، د لومړي ځل لپاره د امریکايي تجهیزاتو ته د اوښتو زیانونو یو نسبتاً رسمي انځور وړاندې کړ.

 د دغه راپور له مخې، له ایران سره د جګړې پر مهال څلور  ای پینځلس ایف ، یوه ای پینځه ډیرش ایف ډوله الوتکه  او یوه ای لس ډوله  A-10 الوتکه له منځه تللې یا سخته زیانمنه شوې ده؛ همداراز دولس   KC-135  د سون توکو الوتکې او ۹ نورې الوتکې هم د تاوانونو د رسیدا په فهرست کې شاملې دي.

په همدې راپور کې د امریکا د کانګرس د څېړنیز مرکز د معلوماتو پر بنسټ ویل شوي چې د جون تر میاشتې پورې له ۳۰ څخه زیات MQ9- ډرونونه له منځه تللي وو.

 د بې پایلوټه الوتکو  دغه شمېر له یوه اړخه د پام وړ دی؛ ځکه د امریکا د هوايي ځواک قوماندان مخکې     MQ9 بې پایلوټه الوتکې  ایران پر ضد په عملیاتو کې له مهمو کارېدونکو سیستمونو څخه بللې وې او امریکايي راپورونو هم د ګڼ شمیر ایم کیو نهه ډوله الوتکو د تباه کیدا خبر ورکړی دی کومې چې ایران نسکورې کړې دې.

د امریکايي الوتکو د زیانونو د لا پراخ انځور لپاره، د امریکا د کانګرس د څېړنیز مرکز یا CRS راپور ته هم مراجعه کېدای شي.

دغه ادارې په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۶ میلادي کال په مې میاشت کې خپور شو، ۴۲ ثابت وزر لرونکې الوتکې، چورلکې او بې‌پیلوټه الوتکې د هغو تجهیزاتو په نوملړ کې شاملې کړې چې په عملیاتو کې له لاسه ورکړل شوې یا ورته تاوانونه رسیدلي دي.

خو ښايي د جنګ  د حقیقي  لګښت د پېژندلو لپاره یوازې د الوتکو او ډرونونو شمېرل بسنه ونه کړي.

د موضوع یوه مهمه برخه په  هغو بنسټونو پورې تړاو لري چې پوځي عملیات ممکنوي:

د الوتکو د درولو او ساتلو ځایونه؛ د قوماندې مرکزونه؛ راډارونه؛ د سون توکو زېرمې؛ مخابراتي سیسټمونه؛ هوايي دفاعي تاسیسات؛ او د ملاتړ ودانۍ او مرکزونه.

د امریکا خلکو ته د ایران د سپاه پاسداران ځواک  په لیک کې د روایت مهمه برخه هم په همدې ځای کې ده؛ ځکه په هغه جنګ کې چې د امریکا د ځواک یوه مهمه برخه د سیمه‌ییزو اډو پر چینل تکیه لري ، د الوتکو د درولو او ساتلو ځایونو، مخابراتي مرکزونو، راډارونو، د سون توکو زېرمو او د قوماندې مرکزونو ته زیان رسولای او  عملیاتي لګښتونه او محدودیتونه رامنځته کولای شي.

دا موضوع په امریکايي راپورونو کې هم منعکسه شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت  پنټاګون د عمومي پلټونکي هغه راپور چې د ۲۰۲۶  میلادي کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې حالت پکې بیان شوی دی، په سیمه کې د امریکا په اډو کې د سلګونو ودانیو او تاسیساتو د زیانمنېدو او همداراز د امریکا ډیپلوماټیکو تاسیساتو ته د ۱۸۴ میلیونه ډالرو د زیان خبر ورکړی دی.

 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  هم د امریکايي پوځي کارپوهانو له قوله راپور ورکړی و چې ځینو اډو ته اوښتو زیانونو د امریکا پوځي پلان جوړوونکي له یوه ستونزمن انتخاب سره مخ کړي دي؛ یا ځواکونه خوندي سیمو ته انتقال کړي چې له امله یې عملیاتي وړتیا کمه کېږي، او یا پوځي اډې وساتي او د نورو بریدونو خطر ومني.

په همدې راپور کې یوه امریکايي چارواکي د «بحرین سمندري ملاتړ» تاسیساتو ته رسیدلي تاوانونه «پراخ» بللي وو  او ویل شوي وو چې د قوماندې مرکز امریکا ته انتقال شوی دی.

د امریکا د هوايي ځواک متقاعد افسر او د سټیمسن انسټیټیوټ څېړونکي ماکسیمیلیان کی. برمر (Maximilian K. Bremer)  له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  سره په مرکه  کې ټینګار کړی چې نوې جګړې ښودلې چې د امریکا اډې نور د تېر په څېر له بریدونو خوندي نه دي او امریکايي ځواکونه د دغو اډو په شاوخوا کې په عملي توګه اړ شوي چې دفاعي تګلاره غوره کړي.

همدا موضوع د ایران د بریدونو له مهمو پوځي پایلو څخه یوه وه: هغه پوځي اډې چې یو وخت په سیمه کې د امریکا عملیاتي ژورتیا او د ملاتړ مرکزونه ګڼل کېدل، پخپله د جګړې په یوه برخه بدلې شوې.

او له همدې ځایه موضوع یوازې له پوځي محاسبو څخه پراخېږي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک  د لیک مخاطبین د امریکا حکومت یا د پوځ قوماندانان نه بلکې  د امریکا خلک دي.

له همدې نظره، د لیک اصلي پوښتنه هم د جګړې د «لګښت» او «پایلې» ترمنځ د اړیکې او ارتباط  په اړه ده.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک  په خپل لیک کې ټینګار کړی چې په جګړه کې د ګټونکي یا بایلونکي ارزونه یوازې د الوتکو، توغندیو یا د زیانونو د کچې له مخې نه کېږي؛ بلکې باید وکتل شي چې هر لوري تر کومې کچې هغه هدفونه ترلاسه کړي چې د جګړې په پیل کې یې اعلان کړې وې.

د پورته څرګندونو له مخې ویل کېدای شي چې دا شمېرې دا پیغام لري چې هغه جنګ چې لګښت یې د امریکايي مالیه ورکوونکو له جېبه ورکول کېږي، لازماً د هغو هدفونو د ترلاسه کولو معنا نه لري چې د امریکا حکومت یې د جګړې لپاره میدان ته د ننوتلو لامل بللي وو.

 کله چې د ځواکونو د لېږلو، د تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو او د پوځي عملیاتو لپاره میلیاردونه ډالر لګول کېږي او په مقابل کې د امریکا یوه برخه الوتکې، ډرونونه او په سیمه کې پوځي بنسټونه زیانمنېږي، اصلي پوښتنه د امریکا د خلکو لپاره د داسې جګړې د دوام د ګټې او لګښت په اړه ده.

که د امریکا حکومت د خپلو ښاریزو د امنیت په لټه کې وي، د دغه هېواد خلک حق لري پوښتنه وکړي چې ولې باید د دوی ځواکونه د امریکا له خاورې زرګونه کیلومتره لرې جګړې ته داخل شي، ولې باید په سیمه کې د دوی اډې د متقابلو بریدونو په هدفونو بدلې شي او ولې باید د داسې مقابلې لګښت د امریکا له عامه سرچینو څخه ورکړل شي.

ښايي تر ټولو مهم درس چې د امریکا خلک یې له دې جګړې څخه اخیستلای شي، دا وي چې له بلې جګړې مخکې د هغې د اړتیا، د هغې د حقیقي هدفونو او د هغه لګښت په اړه چې د امریکا خلک یې باید ورکړي، له خپل حکومت څخه وضاحت وغواړي.

جګړه یوازې هغه پرېکړه نه ده چې د قوماندې په کوټو کې نیول کېږي؛ د هغې پایلې د یوه هېواد عامه بودجې، د خلکو ژوند او اقتصادي او ټولنیزو لومړیتوبونو ته هم رسېدای شي.

له دې نظره، د جګړې حساب یوازې د زیانمنو جنګي الوتکو، ډرونونو او ودانیو نوملړ نه دی؛ بلکې د هغو ټولو لګښتونو مجموعه او ټولګه ده چې په پای کې یې باید ټولنه ورکړي.