انګلستان اسرائیلي پوځ ته د وسلو د صادراتو  ۸۰  جوازونه ودرول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179054-انګلستان_اسرائیلي_پوځ_ته_د_وسلو_د_صادراتو_۸۰_جوازونه_ودرول
 پارس ټوډې: د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وئيلي دي،  دغه هېواد د هغو ۸۰  ډوله توکو د صادراتو جوازونه درولي دي چې ښائي د صهیونیستي رژیم د پوځ له خوا په غزې کې په جنګ کې وکارول شي.
(last modified 2026-09-30T00:30:20+00:00 )
Sep 30, 2026 04:57 Asia/Kabul
  • د بریتانیا په حکومت کې د لوېدیځې اسیا په چارو کې وزیر سټیون ډوټي،
    د بریتانیا په حکومت کې د لوېدیځې اسیا په چارو کې وزیر سټیون ډوټي،

 پارس ټوډې: د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وئيلي دي،  دغه هېواد د هغو ۸۰  ډوله توکو د صادراتو جوازونه درولي دي چې ښائي د صهیونیستي رژیم د پوځ له خوا په غزې کې په جنګ کې وکارول شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د بریتانیا په حکومت کې د لوېدیځې اسیا په چارو کې وزیر، سټیون ډوټي، وویل چې هېواد یې اسرائیلو ته د ۵۰  نورو صادراتي جوازونو صادرول هم درولي دي؛ دا جوازونه د هغو توکو لپاره وو چې ښايي پوځ ئې په غزې کې په جنګ کې وکاروي.

بریتانیا تر دې مخکې هم صهیونیستي رژیم ته د وسلو د لېږد ۳۰ جوازونه درولي وو.

هغه څرګنده کړه چې په دې هېواد کې معرفي شوي نوي اقدامات د «دوه‌ګوني قفل میکانیزم» رامنځته کوي، چې د جوازونو د تایید مخه نیسي.

سره له دې چې صهیونیستي رژیم ته د وسلو د لېږد ځینې جوازونه لغوه شوي، خو د F-35 جنګي الوتکو اړونده  پرزو لېږد له دې بهیر څخه مستثنا شوی دی.

اروپائي هېوادونو د صهیونیستي رژیم له خوا په لوېدیځي غاړې او غزې تړانګې کې له ترسره شوو اقداماتو وروسته له دغه رژیم څخه خپل ملاتړ کم کړی دی. خو له دې سره سره، په ډېرو مواردو کې دغه موضوع له دریځ نیولو او اعلامیو وړاندې نه ده تللې.