امریکا په سیمې کې له ستونزو او استیصال سره مخ شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179056-امریکا_په_سیمې_کې_له_ستونزو_او_استیصال_سره_مخ_شوې
پارس ټوډې: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند ټینګار وکړ چې امریکا په سیمې کې په مناسب وضعیت کې نه ده او پوځي اډې ئې له جدي تاوانونو سره مخ شوې دي.
(last modified 2026-09-30T00:43:07+00:00 )
Sep 30, 2026 05:11 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویندوي امیر بریدجنرال اکرمی نیا
    د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویندوي امیر بریدجنرال اکرمی نیا

پارس ټوډې: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند ټینګار وکړ چې امریکا په سیمې کې په مناسب وضعیت کې نه ده او پوځي اډې ئې له جدي تاوانونو سره مخ شوې دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویندوي امیر بریدجنرال اکرمی نیا له «العالم» خبري چینل سره په خبرو کې د سیمې په اړه د امریکایانو د خوځښتونو او د  احتمالی جنګ  د  رامنځته کېدو په اړه وویل:څه چې څرګند دي، هغه دا دي چې امریکایان په سیمې کې د ځواکونو په ځای پر ځای کولو او په ځینو تحرکاتو او بدلونونو بوخت دي. خو دا چې رښتیا به جنګ رامنځته کېږي که نه، مونږ په وسله‌والو ځواکونو او د ایران د اسلامي جمهوریت په پوځ کې هڅه کړې چې په دې مودې کې، چې اوربند شوی، له دې فرصت څخه زیاتره استفده وکړو ؛ د خپلو هدفونو بانک تازه کړو، خپل تجهیزات لا اغېزشیندونکي او مناسب کړو، نوي تجهیزات خپل پوځي جوړښت ته وارد  کړو او د جنګ له پړاوه له خپلو زیرمو، تجروبو او زده کړو استفاده وکړو.

امریکا په سیمه کې په مناسب وضعیت کې نه ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند زیاته کړه:البته د امریکا په تړاو زه فکر کوم چې امریکایان په سیمې کې په مناسب وضعیت کې نه دي؛ ځکه چې په سیمې کې د دوي پوځي اډې له جدي زیانونو سره مخ شوې دي. زمونږ مشاهدات دا موضوع ښئي؛ هم د هوايي او سپوږمکیزو انځورونو له لارې او هم د ځمکې پر سر د میداني مشاهداتو له لارې.

معلومات مونږ ته ښئي چې د امریکا پوځي اډو ته ډېر جدي زیانونه اوښتي او د دغو اډو ډېره برخه اوس حتی د بیا رغونې وړ هم نه ده.»

د امریکايي ځواکونو د بیا منظمولو په بهیر کې جدي خنډ

هغهڅرګنده کړه؛له همدې امله، په سیمې کې د امریکايي ځواکونو لپاره د اکمالاتو او ملاتړ بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی. امریکا اوس د تېلو او خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ ده؛ ځکه د دوي مهمه اډه، په تیره بیا په بحرین کې د سمندري ځواک د پنځمې بېړۍ اډه، له جدي زیان سره مخ شوې او نور د بیا رغونې وړ هم نه ده.

دوي اړ شوي چې له سیمې بهر خپل اکمالات برابر کړي. له ختیځې اسیا او د ډیاګو ګارسیا  ټاپو له اډې څخه خپل اړین توکي ترلاسه کوي، او له همدې امله امریکایان له ډېرو سختیو او ستونزو سره مخ شوي دي.»

د امریکايي پوځيانو نامناسب روحي او نفسیاتي وضعیت

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند زیاته کړه:د هغوی دعسکرو  د روحیې او نفسیاتي  وضعیت له پلوه هم، لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، یو شمېرعسکرو ئې  د ځان‌وژنې اقدام  هم کړی دی؛ نو له نفسیاتي  پلوه هم په ښه  وضعیت کې نه دي. په ټول  کې زمونږ تحلیل دا دی چې اوسنی وضعیت د امریکا لپاره خوښ وضعیت نه دی. له همدې امله ښائي امریکایان وغواړي د دغه وضعیت د بدلون لپاره یو بدلون رامنځته کړي او په تېري او یرغل  لاس پورې کړي.

د جنګ   پای ته د رسولو په برخې کې د امریکا لالهاندي او استیصال

هغه څرګنده کړه:امریکایان له سرګردانۍ او په حقیقت کې له استیصال سره مخ شوي دي او نه پوهېږي چې اوس څنګه دغه جنګ پای ته ورسوي.

یوه ورځ اوربند کوي، بله ورځ بیا د سرحدي سیمې په اوږدو کې د دوو اوونیو لپاره جنګ ته دوام ورکوي او بیا ئې پیلوي؛ یوه ورځ د سمندري محاصرې خبره کوي، بله ورځ وايي چې  هرمز تنګی پرانیستی دی او حتی د دغه تنګي لپاره د ټرمپ نوم ږدي.

دا د امریکا د ولسمشر ګډې وډې څرګندونې دي او ښئي چې امریکایانو له پیله د دې جنګ  لپاره کومه مشخصه ستراتیژي نه وه  پلان کړې؛ زما موخه له جنګ  څخه د وتلو ستراتیژي ده، او اغېز ئې  اوس په جنګ کې څرګندې شوې دی.