له المسیره سره مرکه؛
د هر ډول احتمالي ډغزې لپاره بشپړچمتو یو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویندوي سردار حسین محبي له یمنۍ «المسیره» خبري چینل سره په خبرو کې وویل: ایران لا هم خپل تسلیحات پیاوړي کوي او د خپلو پوځي وړتیاوو پراختیا ته دوام ورکوي.
د ایرنا د راپور له مخې، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ویندوي ، د هر ډول احتمالي مخامخ کېدو لپاره د ایران د وسلهوالو ځواکونو پر چمتووالي په ټینګار سره وویل چې تهران د خپلو پوځي وړتیاوو تجهیز او پیاوړتیا ته دوام ورکوي او که جنګ رامنځته شي، نو نوي وسلې به ډګر ته واریدې کړي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویندوي سردار حسین محبي له یمنۍ «المسیره» خبري چینل سره په خبرو کې وویل: ایران لا هم خپل تسلیحات پیاوړي کوي او د خپلو پوځي وړتیاوو پراختیا ته دوام ورکوي.
سردار محبي څرګنده کړه چې ایران به په هر ډول احتمالي مخامخ کېدو کې نوې وسلې ډګر ته داخلې کړي
هغه زیاته کړه: ایران د مقابل لوري له پروګرامونو او تحرکاتو څخه بېخبره نه دی او د هغو تحرکات له نږدې څاري.
د سپاه پاسداران ویاند همدارنګه وویل چې د ایران وسلهوالو ځواکونو ځانونه د احتمالي مخامخ کېدو لپاره چمتو کړي او که جنګ رامنځته شي، پر دښمن به یوه بله درنه ماتې هم وتپي.