د بې‌اساسه تورونو په اړه د عراقچي غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179134-د_بې_اساسه_تورونو_په_اړه_د_عراقچي_غبرګون
پارس‌ ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د فیرفورډ هوايي اډې په پېښه کې د ایران د رول په اړه د بریتانیا د لومړي وزیر ادعا رد کړې او ټینګار یې وکړ چې لندن مجرم په ناسم ځای کې لټوي.
(last modified 2026-10-01T05:15:56+00:00 )
Oct 01, 2026 09:45 Asia/Kabul
  • سیدعباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر
    سیدعباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر

پارس‌ ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د فیرفورډ هوايي اډې په پېښه کې د ایران د رول په اړه د بریتانیا د لومړي وزیر ادعا رد کړې او ټینګار یې وکړ چې لندن مجرم په ناسم ځای کې لټوي.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس په حواله خپور شوی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په ټولنیزو رسنیو کې د فیرفورډ هوايي اډې د پېښې په اړه د بریتانیا د لومړي وزیر د احتمالي رول په اړه د څرګندونو په غبرګون کې ولیکل:

« د بریتانیا لومړی وزیر، انډي برنهام، وايي چې د هغه حکومت کولای شي دا تایید کړي چې باور لري ایران د فیرفورډ هوايي اډې په پېښه کې رول درلود. زه هم کولای شم د ایران باور تایید کړم؛ همدا چې تاسو هغه کسان، چې ستاسو په وینا ترهګر او د بهرنیو حکومتونو په خدمت کې وو، خوشې کړي، پخپله هر څه روښانه کوي. تاسو مجرم په ناسم ځای کې لټوئ.»

د بریتانیا لومړي وزیر تر دې وړاندې ویلي وو چې د فیرفورډ اډې په شاوخوا کې په پېښه کې د ایران د رول په اړه قوي نښې شته.

پنځه بریتانوي نارینه د دې قضیې په تړاو نیول شوي او وروسته د ضمانت په شرط خوشې شوي دي او د پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

ایران په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.