ولایتي: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179304-ولایتي_جغرافیه_په_اعلامیو_نه_بدلېږي
پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار اماراتیانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي؛ لوی تنب، کوچنی تنب او بوموسی د ایران وو او د ایران به پاتې شي.
(last modified 2026-10-04T05:58:01+00:00 )
Oct 04, 2026 10:23 Asia/Kabul
  • ولایتي: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي

پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار اماراتیانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي؛ لوی تنب، کوچنی تنب او بوموسی د ایران وو او د ایران به پاتې شي.

پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار اماراتیانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي؛ لوی تنب، کوچنی تنب او بوموسی د ایران وو او د ایران به پاتې شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، علي اکبر ولایتي تیره شپه(شنبه) په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په یوه پیغام کې ولیکل: هغه هېواد چې سیاسي عمر یې نیمې پېړۍ ته هم نه رسېږي، د ملګرو ملتونو له دریځ څخه د هغو ټاپوګانو په اړه ادعا کوي چې د تېرو پېړیو په تاریخي اسنادو او نقشو کې د ایران په نوم ثبت شوي دي.

ولایتي ټینګار وکړ: جغرافیه په اعلامیو نه بدلېږي؛ لوی تنب، کوچنی تنب او بوموسی ټاپوګان د ایران وو او ایران به پاتې شي.