د ایران د پوځ ویاند: د هر ډول حالاتو لپاره چمتو یو
-
برید جنرال محمد اکرمينیا، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند
پارس تودی- د ایران د پوځ ویاند په دې باندې په ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه بدلونونه او ګواښونه په ډېر دقت سره څاري، وویل: «موږ په دوامداره توګه د خپلو وړتیاوو د لوړولو په حال کې یو او د هر ډول حالاتو لپاره چمتووالی لرو.»
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند، برید جنرال محمد اکرمينیا، د شنبې په ورځ د روانې جګړې په اړه د دښمن د محاسباتو په هکله وویل: دښمن د محاسباتې تېروتنې له امله داسې انګېرله چې کولای شي په څو ورځو کې د ایران د وسلهوالو ځواکونو وړتیا له منځه یوسي او خپل اهداف ترلاسه کړي؛ خو د وسلهوالو ځواکونو مقاومت او د ایران د ولس درېدل د دښمن ټولې محاسبې ګډې وډې کړې.
د ایران د پوځ ویاند زیاته کړه: د دښمن اهداف یوازې تر ایټمي او توغندیزو موضوعاتو او د مقاومت تر جبهې پورې محدود نه وو؛ هغوی تر دې پراخ اهداف تعقیبول او د اسلامي جمهوریت د نظام نسکورول او د ایران تجزیه یې په اجنډا کې لرله، خو د دغو هېڅ یوه هدف په ترلاسه کولو کې بریالي نه شول.
هغه د ایران د وسلهوالو ځواکونو ایمان او انګېزه د دښمن پر وړاندې د درېدو له بنیادي عواملو څخه وبلل او ویې ویل: هغه څه چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه یې په ډګر کې وساتل، یوازې تجهیزات او امکانات نه وو؛ بلکې ایمان، انګېزه، د مقاومت روحیه او له نظام او هېواد څخه په دفاع باندې ژور باور و.
برید جنرال اکرمينیا وویل: د ایران ولس د وسلهوالو ځواکونو ترڅنګ ودرېد او په ډګرونو او شپنیو مظاهراتو کې د خلکو حضور، د ملي یووالي او انسجام د څرګندولو ترڅنګ، د مبارزینو روحیه پیاوړې کړه او د هېواد په دفاع کې یې د هغوی د ژمنتیا او مسوولیت احساس زیات کړ.
هغه په امریکا کې موجوده حالاتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د امریکا ولسمشر له یوې خوا د صهیونیستي ډلو تر فشار لاندې دی، څو د ایران پر وړاندې نوي اقدامات او شرارتونه ترسره کړي، او له بلې خوا په خپله امریکا کې د جګړې پر وړاندې د خلکو له مخالفتونو سره مخ دی؛ د دغو ټولو حالاتو ټولګه د امریکا د حکومت لپاره د پرېکړې د تر سره کولو فضا پېچلې او سخته کړې ده.