د دوو میلیونو بېرل تېلو لېږدوونکې سرغړوونکې بېړۍ وچاودېده
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوې خبرتیا کې ووئيل؛ د هرمز تنګي په جنوب کې یوه سرغړوونکې ستره تیل وړونکې بېړۍ له سمندمری ماین سره له جنګیدو وروسته وچاودېده.
د تسنیم خبري آژانس د د راپور له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي: یوه خلاف ورزي کونکي ستره تیل وړونکې بېړۍ د هرمز تنګي په جنوب کې له سمندري ماین سره د ټکر له امله وچاودېده او اور ئې واخیست.
د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د اعلامیې په اساس ، دغه ستره تیل وړونکې بېړۍ له دوو میلیونو بېرلو څخه د زیاتو خامو تېلو بار درلود. بېړۍ خپل ټول راډار ي او د سمندري لارښوونې سیستمونه بند کړي وو او د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک خبرداریو ته له پام کولو پرته ئې هڅه کوله چې د هرمز تنګي له غیر قانوني جنوبي لارې څخه ووځي، خو له سمندري ماین سره د ټکر له امله وچاودېده.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی: په فارس خلیج او عمان سمندر کې د بېړیو مالکان او عمله د غیر قانونی لارو د کارولو په اړه مسؤلیت لري. هر ډول حرکت چې د دغه تنګي امنیت له پامه وغورځوي، په پرېکنده توګه به ورسره چلند وشي. او برخلیک به ئې په اور کې سوځيدل وي.