-
قالیباف بسنت ته؛د بانډونو د سود د کچې ریکارډ دې مبارک وي!
Sep 25, 2026 12:17پارسټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکا د حکومتي پورونو یا بانډونو د عاید د کچې د نوي ریکارډ په اړه غبرګون وښود.
-
ایران او پاکستان په سیمهییزو ظرفیتونو باندې په تکیې سره خپلې اړتیاوې پوره کولی شي
Sep 22, 2026 06:28د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره په پراخو ظرفیتونو په ټینګار سره، د سوداګرۍ، انرژۍ، ټوریزم، پانګونې او کلتوري او علمي تعاملاتو په برخو کې د تهران او اسلاماباد د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل:د ګډو پانګونو په پراختیا او د اقتصادي ملګرتیاؤ په اسانتیا سره د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ژورې کولی شو.
-
د جرمني د دفاع وزیرمنلې چې ایرانیان ډېر قدرتمند دي
Sep 22, 2026 05:32د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په خپلو څرګندونو کې، په منځني ختیځ کې د شخړو او پر ایران د امریکا د تېري کوونکي او بېدلیله برید ته په اشارې سره وویل چې ایرانیان ډېر قدرتمند دي او په دفاع کې هم ډېر ښه عمل کوي.
-
د برنټ تېلو بیه ۱۰۸ ډالرو ته ورسېده
Sep 14, 2026 14:25پارس ټوډې ـ په سعودي عربستان او هرمز تنګي د بریدونو د ترسره کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د برنټ تېلو بیّه د ۳ ډالرو په چټک لوړوالي سره ۱۰۸ ډالرو ته ورسېده.
-
د امریکا د خزانې وزارت دروغ د تیلو د بیّو په کنټرولولوکې اغېزې نه لري
Sep 11, 2026 14:25پارس ټوډې ــ د ایران د اسلامي شورا مشر ، د برېنټ تیلو د بّیې له ۱۰۵ ډالرو څخه د اوښتو په غبرګون کې، د یوه داسې جدول په خپرولو سره چې په راتلونکي کې د تیلو د بیّو د کنټرول لپاره د امریکا د خزانې وزارت د اقداماتو بېاغېزمنتیا ښئي، ولیکل: «داسې وانګېرئ چې نه پوهېږئ بل پړاو څه دی.
-
تفسیر | د انرژۍ په بازار کې د امریکا د لاسوهنې د هڅو په اړه د عراقچي خبرداری
Aug 30, 2026 14:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د انرژۍ په نړیوال بازار کې د امریکا د لاسوهنې د هڅو په غبرګون کې ویلي، چې د دغو هڅو اصلي لګښت امریکايي مصرفوونکي ورکوي.
-
پاکنژاد: مشتریانو ته د ایران د تېلو سپارل دوام لري
Aug 28, 2026 05:28پارس ټوډی ـ د ایران د نفتو وزیر وايي، ایران خپل خام نفت د خپل قلمرو له سمندري اوبو څخه بهر، په لرې سمندري سیمو کې لا هم پلوري او مشتریانو ته یې سپاري.
-
هر هغه هېواد او شرکت به چې د ایران له شتمنیو پیسې ترلاسه کړي،له هرمز تنګي د تېرېدو اجازت ونه لري
Jul 29, 2026 05:39پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیاء (ص) مرکزي غونډ ویاند ویلي، هر هغه شرکت او هېواد چې د ایران له شتمنیو څخه هر ډول پیسې ترلاسه کړي، له هرمز له تنګي د تېرېدو اجازت به ونه لري.
-
راپور: د سعودي د نفتو صادرات په کمېدو سره ورځنی زیان ۵۰۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی
Jul 28, 2026 05:25د سمندري معلوماتو شرکت وایندوارډ (Windward) په یوه راپور کې ویلي، د سعودي عربستان د ینبع بندر څخه د نفتو بارول د جولای له شلمې وروسته شاوخوا ۴۰ سلنه کم شوي دي.
-
د ایران په په ضد په جنګ پسې ټکانونه؛د امریکا د تېلو سټراټیژیکې زېرمې د تېرو ۴۳ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې
Jul 19, 2026 17:13پارس ټوډې – اوراسیا ډېلي په خپل یوه راپور کې ټینګار کړی چې په سیمې کې د کړکېچونو له امله د امریکا د تېلو ستراتیژیکې زېرمې د تېرو ۴۳ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټې شوې دي.