د جرمني د دفاع وزیرمنلې چې  ایرانیان ډېر قدرتمند دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178530-د_جرمني_د_دفاع_وزیرمنلې_چې_ایرانیان_ډېر_قدرتمند_دي
  د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په خپلو څرګندونو کې، په منځني ختیځ کې د شخړو او پر ایران د امریکا د  تېري کوونکي او بې‌دلیله  برید ته په اشارې سره  وویل چې ایرانیان ډېر قدرتمند دي او په دفاع کې هم ډېر ښه عمل کوي.
(last modified 2026-09-22T01:05:28+00:00 )
Sep 22, 2026 05:32 Asia/Kabul
  • د جرمني د دفاع وزیرمنلې چې  ایرانیان ډېر قدرتمند دي

  د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په خپلو څرګندونو کې، په منځني ختیځ کې د شخړو او پر ایران د امریکا د  تېري کوونکي او بې‌دلیله  برید ته په اشارې سره  وویل چې ایرانیان ډېر قدرتمند دي او په دفاع کې هم ډېر ښه عمل کوي.

د ایرنا د  راپور له مخې، پیستوریوس له فاکس نیوز چینل سره په خبرو کې د ایران د وضعیت په اړه وویل:د دې وضعیت وړاندوینه داسې ده لکه د ښیښې په  لوخي کې کتل؛ معلومه نه ده چې وضعیت به کوم لوري ته ولاړ شي، خو داسې ښکاري چې ایرانیان ډېر قدرتمند دي او په دفاع کې هم ډېر ښه عمل کوي.»

هغه زیاته کړه:په عین حال کې، مونږ د سره سمندر او د هرمز تنګي په شاوخوا کې د کړکېچ د زیاتېدو شاهدان یو او له بده مرغه وضعیت د لا ناامن کېدو پر لور روان دی.

د جرمني د دفاع وزیر ټینګار وکړ:په ورته وخت کې، مونږ پر خپلو اقتصادونو د دغه وضعیت اغېزې هم وینو او حل‌لارې ته اړتیا لرو؛ که څه هم هېڅوک نه پوهېږي چې دغه حل‌لاره به څه وي.

پیستوریوس د اروپا د راتلونکو میاشتو لپاره د تېلو او ګیسو د برابرولو په برخې کې د احتمالي ستونزې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل د تېلو په پمپونو کې د بَیو د پام وړ زیاتوالی لیدل کېږي او د پټرولو بیه په هر لیتر کې ۲.۵ یورو یا له هغې څخه د زیاتېدو پر لور روانه ده، او دغه وضعیت د جرمني او امریکا د کارکوونکو خلکو لپاره په یوې ننګونې بدل شوی دی.