د برنټ تېلو بیه ۱۰۸ ډالرو ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178092-د_برنټ_تېلو_بیه_۱۰۸_ډالرو_ته_ورسېده
پارس ټوډې ـ په سعودي عربستان او  هرمز تنګي د بریدونو د ترسره کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د برنټ تېلو بیّه د ۳ ډالرو په چټک لوړوالي سره ۱۰۸ ډالرو ته ورسېده.
(last modified 2026-09-14T10:03:31+00:00 )
Sep 14, 2026 14:25 Asia/Kabul
  • د برنټ تېلو بیه ۱۰۸ ډالرو ته ورسېده

پارس ټوډې ـ په سعودي عربستان او  هرمز تنګي د بریدونو د ترسره کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د برنټ تېلو بیّه د ۳ ډالرو په چټک لوړوالي سره ۱۰۸ ډالرو ته ورسېده.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ پر سعودي عربستان او د فارس خلیج په سیمې کې پر بېړیو له نویو بریدونو وروسته، د دوشنبې ورځې د معاملاتو په پیل کې د تېلو بیه له ۳ ډالرو څخه زیاته لوړه شوه.

رویټرز زیاته کړې چې د ګرینویچ پر وخت د یکشنبې ورځې تر ۲۲:۱۴ بجو پورې، د برنټ خامو او اومو  تېلو د راتلونکو معاملاتو بیه ۳.۶۲ ډالره، یعنې ۳.۴۶ سلنه لوړه شوې او په هر بېرل کې ۱۰۸.۲۳ ډالرو ته رسېدلې ده.

همدارنګه، د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ (WTI) تېلو د راتلونکو معاملاتو بیه هم ۳.۱۵ ډالره، یعنې ۳.۱۵ سلنه لوړه شوې او په هر بېرل کې په ۱۰۳.۲۰ ډالرو معامله شوې ده.