پاکستان: د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته ژمن یو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i180274-پاکستان_د_ایران_او_امریکا_ترمنځ_منځګړیتوب_ته_ژمن_یو
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، اسلام‌اباد د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
(last modified 2026-10-20T03:00:41+00:00 )
Oct 20, 2026 07:27 Asia/Kabul
  • پاکستان: د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته ژمن یو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، اسلام‌اباد د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نقوي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې پر مهال له سختو شرایطو سره سره، ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړی او د کړکېچ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره یې ټولې ممکنې لارې کارولې دي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان له تقابل سره د مخامخ کېدو پر ځای ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، تېرې میاشتې د سیمې لپاره ډېرې سختې وې او د ایران او امریکا ترمنځ شخړې نه یوازې منځني ختیځ، بلکې ټولې نړۍ ته جدي خطرونه رامنځته کړي وو.