-
د اسلام اباد لوړې محکمې د افغان طبي محصلانو د زده کړو د دوام حکم صادر کړ
Sep 17, 2026 05:29زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د اسلاماباد لوړې محکمې د افغان طبي محصلانو او روزنیزو ډاکټرانو د ایستلو د مخنیوي موقت حکم صادر کړ.
-
په سیمې کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې ارزښتناکې دي
Sep 16, 2026 06:31د فارسي ژبې او ادبیاتو د اکاډمۍ مشر په سیمې کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.
-
د پاکستان جماعت اسلامي د تیلو د بیو د زیاتیدا پرضد لاریون کوي
Sep 12, 2026 06:27زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان پرون وویل دغه ګوند به د سپتمبر د میاشتې په شلمه نیټه د پیټرولو او د ډیزلو د بیو د زیاتیدا پرضد د اسلام اباد په لور لاریون وکړي او حکومت ته یې خبرداری ورکړ که چیرې حکومت د پیټرولو او د ډیزلو بیې کمې نکړي نو زمونږ لاریون او اعتراض به برخلیک ټاکونکی پړاو ته ورننوځي.
-
پاکستان: د افغان محصلانو پر زدهکړو بشپړ بندیز نشته
Sep 11, 2026 05:02د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې پر افغان محصلانوپه زدهکړو بشپړ بندیز نشته او هغه افغان زدهکوونکي چې معتبره ویزا ولري او د یو پوهنتون په رسمي تحصیلي پروګرام کې ثبت وي، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
-
د پاکستان او د ترکیې د باندنیو چارو وزیرانو سلامشوره وکړه
Sep 10, 2026 12:03زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار تیره شپه د ترکیې د خارجه چارو له وزیر هاکان فیدان سره خبرې وکړې.
-
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه وغندله
Sep 10, 2026 07:36د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د دغه هېواد د طب او غاښونو له پوهنځیو څخه د افغان محصلانو، په ځانګړي ډول د ښځینه محصلانو، د ایستلو او د نویو افغان محصلانو د نه منلو پرېکړه غندلې ده.
-
په پاکستان کې د افغان محصلینو منل منع شول
Sep 09, 2026 06:41په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا په غیر قانوني د اوسیدونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو او سرحدي ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې روانه ده، د پاکستان په طبي پوهنځیو کې د افغان محصلینو منل منع شوي دي.
-
فضلالرحمن: پوځ ته د واک لاره هواره شوې
Sep 08, 2026 15:07د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن وايي، په دغه هېواد کې سیاسي کمزوري د دې لامل شوې چې پوځ د مارشل له لګولو او د واک اخیستو فرصت پیدا کړي.
-
د پاکستان پوځ: خیبرپښتونخوا کې مو ۲۱ وسله وال مخالفین وژلي
Sep 06, 2026 14:49د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې د څو نښتو پر مهال د ټي ټي پي د یوویشت غړو د وژل کېدو خبرو ورکړ
-
په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ وژل شوي سرتېرې پټ خاورو ته سپارل شوي
Sep 05, 2026 14:46د پاکستان په بلوچستان کې د بېلتونپاله وسله والو په برید کې د وژل شویو پاکستاني پوځیانو جسدونه د شپې له خوا د لېږد او خاورو ته سپارلو ویډیو خپره شوې، چې په دغه هېواد کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.