فضلالرحمن: پوځ ته د واک لاره هواره شوې
Sep 08, 2026 15:07 Asia/Kabul
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن وايي، په دغه هېواد کې سیاسي کمزوري د دې لامل شوې چې پوځ د مارشل له لګولو او د واک اخیستو فرصت پیدا کړي.
هغه ویلي، د پوځي حکومتونو د پرېکړو له امله پاکستان له سیاسي، اقتصادي او نظریاتي پلوه کمزوری شوی او د هېواد په اوسني اداري او سیاسي وضعیت کې هم د پوځ نفوذ لیدل کېږي.
فضلالرحمن د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو تړون او د کشمیر مسئلې ته په اشارې ویلي، د پخوانیو پوځي حکومتونو پرېکړو پاکستان ته زیانونه اړولي دي.
نوموړي د ۱۹۷۱ کال د پاکستان د وېش یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې ناسمې پالیسۍ د هېواد د دواړو برخو د یووالي د له منځه تلو لامل شوې دي.
ټیګونه