په پاکستان کې د افغان محصلینو منل منع شول
په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا په غیر قانوني د اوسیدونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو او سرحدي ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې روانه ده، د پاکستان په طبي پوهنځیو کې د افغان محصلینو منل منع شوي دي.
همدارنګه له هغو افغان ښاریزو څخه چې له مخکې په دغو پروګرامونو کې ئې نوملیکنه کړې ده، غوښتل شوي چې خپل هېواد ته دې ستانه شي.
د ایرنا د راپور له مخې، په پاکستانيو پوهنځیو کې د افغان محصلینو د نه منلو دغه پرېکړه د پاکستان د طبي او ډينټل طب شورا له خوا په داسې وخت کې شوې چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د ځینو افغان محصلینو د ایستلو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
د پاکستان د روغتیا وزارت د یوه چارواکي په وینا، د اسلاماباد او کابل ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو له امله، له پاکستانيو طبي پوهنتونونو څخه د ثبت شوو افغان محصلینو د بېرته خپل هېواد ته ستنولو په اړه اصولي پرېکړه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د افغان محصلینو د راپور شوي ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل د ناقانونه بهرنیو ښاریزو د بېرته ستنولو د طرحې له مخې، په پاکستان کې د هر هغه بهرني وګړي استوګنه چې ویزه او معتبر پاسپورټ ونه لري، غیر قانوني ده او اړوند شخص د ایستل کېدو له خطرې سره مخ دی.
خو هغه په عین حال کې زیاته کړه چې پاکستاني چارواکي لا هم د افغان محصلینو له خوا د ویزو د تمدید غوښتنې د هېواد د موجودو تګلارو، قوانینو او مقرراتو له مخې ارزوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو او د افغان کډوالو د ادارې دفتر، د پاکستان د مشرانو جرګې له استازو سره په یوې غونډې کې وویل چې پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال یو میلیون یو لک پنځه پنځوس زره دوه سوه یویشت افغان ښاریز له خپل هېواده ویستلي دي.
د اسلاماباد دغه پرېکړه د افغانستان د طالبانو د حکومت له خوا غندل شوې او د دواړو ناارامه ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا د لا زیاتېدو له مهمو عواملو څخه ګرځېدلې ده.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې په پاکستان کې د اوس مهال په زدهکړو بوختو افغان طبي محصلینو د جبري ایستلو په اړه د پاکستان د طبي او غاښونو د طب شورا د پرېکړې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت له پاکستانيو تعلیمي چارواکو، او همدارنګه له نړیوالو طبي او تعلیمي بنسټونو څخه وغوښتل چې د افغان محصلینو د تحصیلي حقونو ساتنې ته لازم پام وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی خپلې زدهکړې پرته له ځنډ او غیرضروري خنډونو څخه بشپړ کړی شي.