د پاکستان پوځ: خیبرپښتونخوا کې مو ۲۱ وسله وال مخالفین وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i177762-د_پاکستان_پوځ_خیبرپښتونخوا_کې_مو_۲۱_وسله_وال_مخالفین_وژلي
د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې د څو نښتو پر مهال د ټي ټي پي د یوویشت غړو د وژل کېدو خبرو ورکړ
(last modified 2026-09-06T10:23:12+00:00 )
Sep 06, 2026 14:49 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ: خیبرپښتونخوا کې مو ۲۱ وسله وال مخالفین وژلي

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې د څو نښتو پر مهال د ټي ټي پي د یوویشت غړو د وژل کېدو خبرو ورکړ

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دغې ډلې اوولس غړي په شمالي وزیرستان کې په دوو نښتو او څلور نور یې د کوهاټ او ډیرا اسماعیل خان په سیمو کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا، د دغو کسانو یو شمېر د افغانستان پولې ته څېرمه پناه اخیستې وه او د پاکستان خاورې ته د ننوتلو د هڅې پر مهال په نښه شوي دي.

د پاکستان پوځ همدارنګه سرپرست حکومت افغانستان د پولې هاخوا د بریدونو په مخنیوي کې پر ناتوانۍ تورن کړی دی؛ هغه ادعا چې سرپرست حکومت تل رد کړې ده.