پاکستان: د افغان محصلانو پر زده‌کړو بشپړ بندیز نشته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i177950-پاکستان_د_افغان_محصلانو_پر_زده_کړو_بشپړ_بندیز_نشته
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې پر افغان محصلانوپه زده‌کړو بشپړ بندیز نشته او هغه افغان زده‌کوونکي چې معتبره ویزا ولري او د یو پوهنتون په رسمي تحصیلي پروګرام کې ثبت وي، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
(last modified 2026-09-11T00:34:01+00:00 )
Sep 11, 2026 05:02 Asia/Kabul
  • پاکستان: د افغان محصلانو پر زده‌کړو بشپړ بندیز نشته

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې پر افغان محصلانوپه زده‌کړو بشپړ بندیز نشته او هغه افغان زده‌کوونکي چې معتبره ویزا ولري او د یو پوهنتون په رسمي تحصیلي پروګرام کې ثبت وي، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې پر افغان محصلانوپه زده‌کړو بشپړ بندیز نشته او هغه افغان زده‌کوونکي چې معتبره ویزا ولري او د یو پوهنتون په رسمي تحصیلي پروګرام کې ثبت وي، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اسلام‌اباد کې په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل، هغه افغان محصلان چې له پوهنتون سره ثبت نه وي یا معتبره ویزا ونه لري، د پاکستان د اوسنیو مقرراتو له مخې له ستونزو سره مخ کېدای شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) په بېلابېلو طبي پوهنځیو کې شاملو افغان محصلانو ته امر وکړ چې له پاکستان څخه ووځي. دې شورا تایید کړې چې دغه حکم د پاکستان ټولو دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو او کالجونو ته استول شوی دی.

په دې حکم کې له لومړي کال څخه تر وروستي کال پورې ټول افغان محصلان شامل دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د زده‌کړو په څېر مهمه برخه باید له سیاسي اختلافاتو خوندي پاتې شي.