په سیمې کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې ارزښتناکې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i178178-په_سیمې_کې_د_سولې_لپاره_د_پاکستان_هڅې_ارزښتناکې_دي
د فارسي ژبې او ادبیاتو د اکاډمۍ مشر  په سیمې کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.
(last modified 2026-09-16T02:03:13+00:00 )
Sep 16, 2026 06:31 Asia/Kabul
  •   په سیمې کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې ارزښتناکې دي

د فارسي ژبې او ادبیاتو د اکاډمۍ مشر  په سیمې کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.

د تسنیم خبري اژانس د  د راپور له مخې، غلام‌علي حداد عادل د «سیرت کنفرانس  »  په مراسمو کې، چې پرون  په تهران کې د پاکستان د سفارت په نوښت او د بېلابېلو چارواکو او شخصیتونو په ګډون ترسره شول، وویل:لویدیځ د حضرت محمد (ص) سپېڅلي مقام ته په سپکاوي او د قرآن کریم په سوځولو سره دوې اساسي موخې تعقیبوي؛ لومړۍ موخه د اسلامي نړۍ د یووالي د ستنې ماتول او دویمه موخه د مسلمانانو د معنوي ودې مخنیوی دی، چې د هغوی د غوره بېلګې  څېره بدنامه کړي.

هغه ټینګار وکړ: نن سبا  اسلامي نړۍ د بې‌ګناه انسانانو له وژنې او چور تالان سره مخ ده او د جنایتکارانو پر وړاندې د حق غوښتنې د غږ  پورته کولو اړتیا تر بل هر وخت ډېره احساسېږي.»

حداد عادل زیاته کړه:په دغو شرایطو کې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) سیرت ته پناه وړل یو اړین او پر ځای اقدام دی.»

حداد عادل همدارنګه په تېرو میاشتو کې د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره د پاکستان د حکومت او چارواکو هڅو ته په اشارې وویل: په سیمې کې د سولې او ثبات د ټینګښت او پر ایران او اسلامي هېوادونو د جنګونو د تپل کیدا پر وړاندې د پاکستان هڅې یو مثبت او ارزښتناک ګام دی.