په کراچۍ کې د میناب د شهیدو زدهکوونکو یادغونډه
Oct 08, 2026 14:17 Asia/Kabul
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د میناب د «شجره طیبه» ښوونځي د شهیدو زدهکوونکو، د لامرد د شهیدانو او د سپېڅلې دفاع د اوونۍ په مناسبت معنوي مراسم ترسره شول.
دغه مراسم د ایران د اسلامي جمهوریت د سرقونسلګرۍ په کوربهتوب او د شبهقاره د ښوونیزو مرکزونو د سرپرستۍ په همکارۍ جوړ شوي وو.
مراسم د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ ته د درناوي، د قرآن کریم د تلاوت او د ایران د ملي سرود له غږولو سره پیل شول او د کراچۍ د ایرانیانو د ښوونیز مجتمع زدهکوونکو، ښوونکو او د ایران د سرقونسلګرۍ د ډیپلوماتانو ګډون پکې کړی و.
په دې مراسمو کې د ایرانیانو د ښوونیز مجتمع د زدهکوونکو هنري او ادبي آثار، چې «میناب خوب» نومېږي، هم نندارې ته وړاندې شول. په دغو اثارو کې انځورونه او ځانګړې لیکنې شاملې وې.
ټیګونه