-
قشقاوي: پر هرمز تنګي د ایران مدیریت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي
Oct 11, 2026 15:15پارس ټوډی - د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون ویاند حسن قشقاوي ویلي، پر هرمز تنګي د ایران مدیریت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او تر هغو چې د ایران اعلان شوي شرایط پوره شوي نه وي، د دغه تنګي پرانیستل ناشوني دي.
-
د ایران د شهید رجایي بندر له لارې د څه باندې ۵ میلیونه ټنه تیلي محصولاتو صادرات
Oct 11, 2026 15:09پارس تودی – د روان کال له پیل څخه تر اوسه د ایران د شهید رجایي بندر له لارې پنځه میلیونه او ۱۴۰ زره ټنه تیلي محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
-
غریبآبادي: د میناب د جنایت عاملان باید په نړیوالو بنسټونو کې د خپلو کړنو ځواب ووايي
Oct 11, 2026 15:00پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د میناب د جنایت په اړه د ځینو هېوادونو له لوري د دعوې د مطرح کولو او تهران ته د دې قضیې د اسنادو د لېږلو خبر ورکړی دی.
-
عراقچي: تېری کوونکي باید د خپلو جنایتونو له مسؤلیت څخه تېښته ونه کړي
Oct 11, 2026 14:53پارس تودی – د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، په ټینګار سره وویل چې باید تېری کوونکو ته اجازه ورنه کړل شي چې د خپلو جنایتکارانه کړنو له مسؤلیت څخه تېښته وکړي. هغه زیاته کړه: «چاپېریال د بشریت ګډ میراث دی؛ نه د سیالیو ډګر دی، نه د سیاسي فشار وسیله او نه هم د لنډمهالو اقتصادي او پوځي ملاحظاتو قرباني.»
-
د ایران د پتروکمیکل صنعت د انجنیرانو بله ویاړنه؛ د پولیمریزاسیون رېکټور جوړول کورني شول
Oct 11, 2026 14:46پارس ټوډې – د ایراني انجنیرانو او متخصصانو په هڅو، د ایران په سوېل کې د فارس په ښار کې د پتروکمیکل صنعت لپاره د پولیمریزاسیون یو ستر رېکټور جوړ شو.
-
افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ایران لپاره ستراتیژیک لومړیتوب لري
Oct 11, 2026 13:15د ایران د مجلس د بودجې او پلان کمېسیون غړی، محسن زنګنه، له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ایران لپاره ستراتیژیک لومړیتوب بللی دی.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایکوسایډ؛ د جګړې خاموش جنایت تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې وینا کړې ده.
Oct 11, 2026 13:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ټینګار کړی، چې کله پوځي برید د خاورې د دوامدارې ککړتیا، د اوبو د سرچینو د ویجاړېدو، د ځنګلونو د له منځه تلو، د هوا او سمندرونو د ککړتیا او د خطرناکو موادو او جګړه ییزو پاتې شونو د رامنځته کېدو لامل شي، نو اغېزې یې د برید له وخت او ځای څخه ډېرې هاخوا دوام کولی شي.
-
د نړیوالې محکمې پر وړاندې امریکائي بندیزونه؛ اروپا چوپتیا پر قانون او عدالت برید دی
Oct 11, 2026 12:59پارسټوډې ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جرمونو نړیوالې محکمې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو او د دغې محکمې د ړنګولو د ګواښ په اړه د اروپا بېعملۍ او چوپتیا، پر قانون او عدالت په برید کې د دوي همکاري وبلله.
-
د ایران د شهید شوي اټومي ساینسپوه مقاله په نړیواله علمي خپرونه «AIP Advances» کې خپره شوه
Oct 11, 2026 11:16پارس ټوډې — د ایران د اټومي چارو د ساینسپوه او د شهید بهشتي پوهنتون د علمي پلاوي د غړي، شهید ډاکټر سید امیرحسین فقهی علمي مقاله، د اسرائیل له لوري پر ایران په بریدونو کې د هغه له شهادت څخه یو کال وروسته، په معتبره نړیواله علمي خپرونه «AIP Advances» کې خپره شوه.
-
ولایتي: امریکا د ایران له پیاوړي او خپلواک تمدن سره ستونزه لري
Oct 11, 2026 07:40پارس ټوډې — د انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د څرګندونو په غبرګون کې، په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «ستاسو ستونزه له اسلامي انقلاب سره نه ده، بلکې د ایران له پیاوړي او خپلواک تمدن سره ده.»