پزشکیان: د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله نه تسلیمیږي
Sep 13, 2026 10:27 Asia/Kabul
پارس ټوډې-د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټینګار وکړ: زمونږ خلک په زور او بدمعاشۍ سره نه تسلیمیږي؛ایران به هیڅکله تسلیم نشي.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی پزشکیان په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل:که چیرې امریکایان جنګیالي دي، نو را دې شي زمونږ له زړورو پوځي ځواکونو سره جنګ وکړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان زیاته کړه:ولې د غیر پوځي بیخ بنایانو، د خوړو د سرچینو او د خلکو د اقتصاد پرضد جنګ پیلوئ؟ که چیرې انسانیت در کښې وي نو بیا ولې اوبو، خوړو او درملو ته د خلکو لاسرسی له مینځه وړئ؟
ټیګونه