پزشکیان: له امنیت پرته اقتصادي پیاوړتیا دوام نه شي کولای
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178040-پزشکیان_له_امنیت_پرته_اقتصادي_پیاوړتیا_دوام_نه_شي_کولای
پارس ټوډې – د ایران ولسمشر په دې ټینګار سره چې بریکس نن ورځ یوازې د څو مخ پر ودې اقتصادونو ترمنځ د همکارۍ چوکاټ نه دی، وویل: بریکس د یوې داسې انډولې او ټول‌ګډونه نړۍ لپاره د مخ پر زیاتېدونکې غوښتنې نښه ده چې په هغې کې د ځواک هېڅ مرکز دا حق ونه لري چې د نورو برخلیک وټاکي.
(last modified 2026-09-13T09:24:40+00:00 )
Sep 13, 2026 13:46 Asia/Kabul
  • پزشکیان: له امنیت پرته اقتصادي پیاوړتیا دوام نه شي کولای

پارس ټوډې – د ایران ولسمشر په دې ټینګار سره چې بریکس نن ورځ یوازې د څو مخ پر ودې اقتصادونو ترمنځ د همکارۍ چوکاټ نه دی، وویل: بریکس د یوې داسې انډولې او ټول‌ګډونه نړۍ لپاره د مخ پر زیاتېدونکې غوښتنې نښه ده چې په هغې کې د ځواک هېڅ مرکز دا حق ونه لري چې د نورو برخلیک وټاکي.

د پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د بریکس پلس د مشرانو په اتلسمه غونډه کې، چې د «پیاوړتیا، همکارۍ او پایښت؛ د ټولې نړۍ د ګډې ودې لپاره د راتلونکي جوړول» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، وویل: هېڅ هېواد په یوازې ځان نه شي کولای د نن ورځې د نړۍ ستونزې حل کړي.

بریکس باید د نړیوال سوېل د هېوادونو بېلابېل ظرفیتونه په ګډ ظرفیت بدل کړي. په دې برخه کې، د ایران اسلامي جمهوریت جیوپولیټیک موقعیت، د انرژۍ سرچینې او د لېږد رالېږد وړتیاوې کولای شي د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ د لارو په پراختیا کې اغېزمن رول ولوبوي.

هغه په دې خبرې سره چې له امنیت پرته اقتصادي پیاوړتیا دوام نه شي کولای، ټینګار وکړ: زموږ د سیمې بدلونونو، په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم پوځي تېري وښودله چې د یوه هېواد پر اقتصادي، انرژۍ او پرمختیايي بیخ بنایانو د برید اغېزې په لنډ وخت کې د هغه هېواد له پولو اوړي او سیمه‌ییزې او نړیوالې پایلې لرلای شي.

پزشکیان زیاته کړه: د ایران خلکو د دغو تېریو دروند لګښت ورکړی دی. ښځو او نارینه‌وو، ماشومانو او ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او هغه بیخ بنایانانې  زیانمنې شوې دي چې د هېواد د پرمختګ لپاره په څو لسیزو کې جوړې شوې وې.

دغو پېښو د ملکي وګړو د ملاتړ او پر ملکي اهدافو د بریدونو د عادي کېدو د مخنیوي په برخه کې د نړیوالې ټولنې دروند مسوولیت را په یاد کړی دی.

هغه په دوام کې وویل: د غزې او لبنان خلک هم لا هم د جنایتونو او نسل‌وژنې له پایلو سره مخ دي.

که د پوځي تېري، د انسانانو د وژلو او د هغوی د ژوند د ویجاړولو پر وړاندې اغېزمن نړیوال غبرګون ونه ښودل شي، نو د نړیوالو قوانینو په اړه خبرې نه شي کېدای.

له همدې امله، بریکس باید د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د زور د کارولو د منع کولو په دفاع کې هم ډېر اغېزمن رول ولوبوي.

پزشکیان زیاته کړه: بریکس نن ورځ یوازې د څو مخ پر ودې اقتصادونو ترمنځ د همکارۍ چوکاټ نه دی، بلکې د یوې داسې انډوله او ټول‌ګډونه نړۍ لپاره د مخ پر زیاتېدونکې غوښتنې نښه ده چې په هغې کې د ځواک هېڅ مرکز دا حق ونه لري چې د نورو برخلیک وټاکي.

هغه په پای کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې په دې لاره کې خپل ظرفیتونه د بریکس د ملګرتیاو  لپاره وکاروي.

له همکارۍ پرته پیاوړتیا دوام نه شي کولای، همکاري له عدالت پرته پایښت نه لري او له سولې او امنیت پرته پایښت ناشونی دی.

راځئ چې بریکس د داسې یوه چوکاټ په توګه بدل کړو چې دا اصول په عملي اقداماتو واړوي.

راتلونکی داسې نړۍ چې پکې د ټولو لپاره وده، امنیت او پرمختګ ممکن وي، نه یوازې شونی دی، بلکې د راتلونکو نسلونو پر وړاندې زموږ ګډ مسوولیت هم دی.