د حکایتونو کاروان ( ۸ )
د حکایتونو د کاروان د لړۍ د اتمې خپرونې د کیسو او حکایتونو پر یوه رنګین کاروان کې سفر لرو./ د «هوښیار خیاط او ناپوه ځوان» حکایت
په دې مطلب کې به د خوږو، زړهراښکونکو او اورېدو وړ حکایتونو نړۍ ته به ولاړ شو؛ داسې یوې نړۍ ته چېرته چې د خپل ورځني ژوند ستړیاوې او اندېښنې به شاته پرېږدو، خوښۍ به له ځان سره ملګرې کړو او په هر تمځي کې به له پند ډکه داسې یوه کېسه ومومو چې زموږ د ژوند په لا ښه کېدو کې به راسره مرسته وکړي.
نو راځئ د «حکایتونو کاروان» په دې اتمه برخه کې هم له موږ سره ملګري شئ، د کیسې له کاروان سره سفر وکړئ او د ننني حکایت له پندونو او تجربو څخه خوند واخلئ.
د نن ورځې کیسه «هوښیار خیاط او ناپوه ځوان» نومېږي.
د دې کیسې خیاط یوازې خیاط نه و؛ بلکې په خپلو لاسونو یې نور کارونه هم کول، خو څه ډول کارونه یې کول؟
دا به هغه وخت درته معلومه شي چې د کیسې تر پایه زموږ ملګري پاتې شئ او په دقت یې واورئ.
نو له موږ سره پاتې شئ، غوږونه مو د کیسې پر لور ونیسئ او د ننني حکایت له هرې برخې سره یو ځای سفر وکړئ.
دا هغه کیسه ده چې ښيي انسان کله ناکله د خپلې بېپروایۍ، غفلت او د لنډمهالو خوښیو له امله هغه څه له لاسه ورکوي چې ارزښت یې ډېر زیات وي.
اوس راځئ چې د دې په زړه پورې حکایت کیسه واورو.
د «هوښیار خیاط او ناپوه ځوان» حکایت
په پخوا زمانو کې یو خیاط اوسېده چې تل به یې د هغه ټوکر یوه برخه غلا کوله چې خلکو به د جامو د ګنډلو لپاره ورته راوړل.
که څه هم ټولو هغو کسانو چې دغه خیاط ته به یې ټوکر یا ټوټه ورکړې وه، پوهېدل چې هغه ترې غلا کوي؛ خو هېچا نشول کولی پر هغه خپله غلا ثابته کړي.
لامل یې دا و چې خیاط به د مشتریانو په مخ کې، د هغوی د اندازې اخیستو او د ټوکر د پرې کولو پر مهال دا کار کاوه. هغه به په دومره مهارت او ځیرکتیا له ټوکر یا ټوټې څخه برخه اخیسته چې هېڅوک به نه پوهېدل، چې خیاط ترې غلا کړې ده.
ډېرو هغو سړیو چې خیاط ته به یې ټوکر ورکړی و، له دې مخکې چې د خیاطۍ دوکان ته لاړ شي، خپلو ملګرو او آشنایانو سره به یې ژمنه کوله چې دا ځل به خیاط ته اجازه نه ورکوي چې له دوی څخه څه غلا وکړي.
خو خیاط به تل دوی غولول او خپله کار به یې کاوه.
هغه د غلا دا ډول د ځان لپاره یو هنر او ځیرکتیا بلله. د خپلې «هنرنمایۍ» لپاره به یې، کله به یې چې ټوکر غلا کړ او جامې به یې ګنډلې، د غلا شوو ټوټو یوه برخه به مشتریانو ته هم ښودله، څو هغوی پوه شي چې ده په څومره «هنرمندانه» طریقې له ټوکر څخه برخه اخیستې ده.
خیاط به د مشتریانو د ټوکر د غلا لپاره بېلابېلې لارې کارولې. هر مشتری به یې په ځانګړې توګه غولوه، پام به یې بل لوري ته اړاوه او بیا به یې د هغه د همدې بېپامۍ له فرصت څخه په استفادې خپل کار ترسره کاوه.
یوه ورځ یو شتمن ترکي ځوان، چې ډېر هوښیار او ځیرک و، له خپلو ملګرو سره يې پرېکړه وکړه چې خیاط ته به اجازه نه ورکوي چې له ده څخه د ټوکر یوه برخه هم غلا کړي.
یوه ورځ دغه ځوان او ملګري یې په یوه قهوهخانه کې سره راټول وو او د همدې موضوع په اړه یې خبرې کولې. یوه ملګري یې وپوښتل:
«ښه، راځه ووایه، پر څه شي غواړې دا سیالي وکړې؟»
شتمن ځوان یو اصیل عربي آس درلود چې په چټکتیا او تېز رفتار مشهور و.
هغه وویل: «راځئ یو شرط ولګوو. که خیاط زما له ټوکر څخه د یوې برخې په غلا کولو بریالی شو، خپل آس به مقابل لوري ته ورکړم. خو که بریالی نه شو، نو هغه باید ماته زما د آس په څېر یو بل آس راکړي.»
په همدې وخت کې د ډلې له منځه یوه بېوزله ځوان وویل: «زه چمتو یم چې په دې سیالۍ کې برخه واخلم. خو نه پیسې لرم او نه ستا په څېر آس.
که ته یې وګټې، زه چمتو یم تر هرې مودې چې ته وغواړې، ستا لپاره کار وکړم.»
ترکي ځوان د هغه وړاندیز ومانه.
د بلې ورځې په سهار، شتمن ځوان خپل ټوکر د جامو ګنډلو لپاره هماغه خطاکار خیاط ته ورساوه.
خیاط چې د تېرې ورځې د ځوان او د هغه د ملګرو له خبرو خبر و، کله چې یې ځوان ولید، له ځان سره یې وویل: «اې خام او سادهزړی ځوانه!
له همدا اوسه خپل آس له لاسه وتلی وګڼه. داسې به دې راګیر کړم چې ته به خپله هم نه پوهېږې چې له کومه لوري درباندې څه وشول.»
خیاط له ځوان څخه ډېر تود هرکلی وکړ.
ځوان چې ټول پام یې خیاط ته اړولی و، خپل اطلسي ټوکر یې د خیاط مخې ته کېښود او ویې ویل: «خیاط باشي صیب! له دې ټوکر څخه راته داسې یوه چپنه جوړه کړه چې د جګړې او مبارزې د ورځو لپاره مناسبه وي.»
بیا یې د هغې جامې ټولې ځانګړتیاوې او غوښتنې خیاط ته بیان کړې.
خیاط ته د خندونکو حکایتونو سره د ځوان علاقه ورپه یاد شوه. هغه په داسې حال کې چې ټوکر یې دې خوا او هغې خوا اړاوه، اندازه یې اخیسته او ټوټه یې پرې کوله، د یوې خندونکې کیسې په بیانولو یې پیل وکړ.
هغه د کیسې له پیل مخکې ځوان ته وویل: «د دې لپاره چې ستاسې پام بوخت وي، زه به د کار پر مهال تاسو ته د خپلو پخوانیو مشتریانو ځینې خاطرې او حکایتونه بیان کړم. ډاډه یم چې خوښ به مو شي.»
خیاط په خپلې خوږې، نرمې او چربې ژبې لومړی حکایت پیل کړ.
شتمن ځوان چې د خیاط د کیسهویلو له انداز څخه اغېزمن شوی و، په اورېدو یې ډېر خوند واخیست او په خندا یې پیل وکړ.
هغه وړې او تنګې سترګې لرلې او کله چې به یې خندل، سترګې به یې لا ډېرې تنګې او وړې کېدې.
ځوان دومره وخندل چې د سترګو وړې او تنګې دروازې یې پټې شوې.
خیاط له دې فرصت څخه ګټه واخیسته او د ټوکر یوه ټوټه یې پرې کړه او پټه یې کړه.
ځوان د خیاط له حکایت څخه دومره خوند اخیستی و چې ترې ویې غوښتل یو بل حکایت هم ورته ووایي.
خیاط لومړی لږ ناز وکړ او بیا یې د ځوان د غوښتنې په ځواب کې دویمه خندونکې کیسه ورته بیان کړه.
ځوان دومره وخندل چې خپل ځان یې له لاسه ورکړ او د ډېرې خندا له امله شاته پر ځمکه ولوېد.
هغه له ډېرې خندا څخه بې حاله شوی و او هېڅ خبر نه و چې دغه دوکهمار خیاط یې له ټوکر څخه ټوټه ټوټه غلا کوي.
خیاط هم د همدې فرصت په ترڅ کې، یوازې د همدغو دوو حکایتونو په وسیله، د ځوان له قیمتي ټوکر څخه ډېرې برخې غلا کړې وې.
ځوان بیا له خیاطه وغوښتل چې درېیم حکایت هم ورته ووایي.
هغه نه پوهېده چې هره هغه خندونکې کیسه چې له خیاط څخه یې اوري، په حقیقت کې ورته په څومره لوړه بیه تمامېږي.
خیاط یو ځل پاتې ټوکر ته او بیا ځوان ته وکتل او له ځان سره یې وویل: «که څه هم دغه بېچاره ځوان نه پوهېږي چې ما یې له ټوکر څخه څومره برخه اخیستې ده، خو خدای به هم خوښ نه شي چې له دې څخه وروسته ورته نور حکایتونه ووایم.»
ځوان ټینګار کاوه چې خیاط دې بیا هم ورته حکایت ووایي؛ خو خیاط ونه منله.
هغه نه شو کولی ځوان ته په ښکاره ووایي چې ما له دې حکایتونو څخه خپله ګټه واخیسته او نور نو د کیسو ویلو اړتیا نه لرم.
نو خیاط ځوان ته مخ واړاوه او ویې ویل: «اې ځوانه!
نور حکایت درته نه وایم، ځکه ستړی شوی یم او نور د ویلو لپاره کوم حکایت هم نه لرم.»
خو ځوان بیا هم غوښتنه کوله.
خیاط باشي چې د هغه دومره بېوسۍ او زارۍ ولیدې، اړ شو چې په روښانه ژبه یې له حقیقت څخه خبر کړي.
نو ځوان ته یې مخ واړاوه او ویې ویل: «بس کړه، اې احمق ځوانه!
که بیا هم غواړې چې درته خندونکی حکایت ووایم، نو چپنه به دې ډېره تنګه شي. ایا په دې پوهېږې؟»
ځوان داسې و، لکه ناڅاپه چې له یوه درانه خوبه راویښ شوی وي.
هغه ارام شو او څو دقیقې وروسته یې په لوړ غږ وخندل.
خیاط ترې وپوښتل چې د څه شي له امله خاندې؟
ځوان وویل: «دا ځل پر حکایت نه خاندم، بلکې پر خپل ځان خاندم؛ او پر دې خاندم چې ما له هماغو لومړیو دقیقو څخه شرط بایللی و.
زما آس په هماغه لومړي حکایت کې له لاسه ووت، خو زه پرې خبر نه شوم.»
ځوان پوه شو چې خیاط د هغه د پام اړولو او خندا له فرصت څخه په ګټې اخیستنې، د هغه د قیمتي ټوکر ډېره برخه پرې کړې او له ځانه سره یې ساتلې ده.
هغه په لومړیو شېبو کې د کیسې او خندا دومره په خوند کې ډوب شوی و چې اصلي هدف یې هېر کړی و.
ده فکر کاوه چې خیاط یوازې د ده د ساتېرۍ لپاره حکایتونه وایي، خو په حقیقت کې خیاط د هغه د هماغې ساتېرۍ تر سیوري لاندې خپل هدف ته رسېدلی و.
دغه کیسه موږ ته دا راښيي چې کله ناکله انسان د خپل ژوند په مهمو شېبو کې د ظاهري خوښیو او لنډمهالو خوندونو له امله خپل اصلي هدف هېروي.
د ننني حکایت تر ټولو مهمه برخه همدا ده چې موږ باید یوازې د کیسې له خندا او ظاهري خوږوالي څخه خوند وانخلو، بلکې هغه پند هم ترې واخلو چې د کیسې په پای کې زموږ مخې ته اېښودل کېږي.
د دې حکایت په پای کې ویل کېږي چې دا کیسه زما او ستاسو د ژوند حکایت دی.
موږ هم کله ناکله د لنډمهالو ساتېریو او تېرېدونکو خوندونو له امله طلایي فرصتونه له لاسه ورکوو.
کله ناکله د غرور او بېځایه ادعاوو له امله خپل مال او شتمني د ژوند په قمار کې بایلو.
انسان کله داسې فکر کوي چې یوازې لږه شېبه به ساتېري وکړي، لږه شېبه به له مسؤلیت څخه لرې شي او بیا به خپل اصلي کار ته بېرته راوګرځي؛ خو همدا لنډه بېپامي کېدای شي د داسې فرصت د له لاسه ورکولو سبب شي چې بیا یې بېرته ترلاسه کول ناشوني وي.
په دې کیسه کې شتمن ځوان دومره د خیاط په خندونکو حکایتونو بوخت شو چې خپل اصلي هدف یې له یاده وایست.
هغه له خیاطه غوښتل چې یو بل حکایت هم ورته ووایي، بیا بل او بیا بل؛ خو په دې نه پوهېده چې د هر حکایت په بدل کې د هغه له قیمتي ټوکر څخه یوه برخه ورکېږي.
کله چې خیاط ورته وویل چې که بیا هم حکایت وغواړي، چپنه به یې ډېره تنګه شي، نو ځوان ناڅاپه پوه شو چې اصلي زیان یې لا له وړاندې لیدلی دی.
هغه په دې پوه شو چې شرط یې په لومړي حکایت کې بایللی و او خپل آس یې له هماغه لومړۍ شېبې څخه له لاسه ورکړی و.
نو د دې کیسې له پند څخه موږ دا زده کولی شو چې انسان باید د ژوند په مهمو پړاوونو کې هوښیار او ویښ پاتې شي.
لنډمهاله خوښۍ او ساتېري د ژوند برخه ده، خو که انسان د همدې خوښیو له امله خپل هدف، وخت، شتمني او فرصتونه هېر کړي، نو پایله یې د زیان او پښېمانۍ سبب کېدای شي.
موږ ډېر ځله هغه فرصتونه نه وینو چې زموږ مخې ته موجود وي؛ ځکه زموږ پام په نورو شیانو بوخت وي.
ځینې وخت د بېځایه غرور، ځانباورۍ او ادعاوو له امله داسې پرېکړې کوو چې وروسته پرې پښېمانه کېږو.
او ځینې وخت بیا د نورو د خوږو خبرو، ظاهري چلند او د هغوی د وعدو تر اغېز لاندې راځو او خپل اصلي هدف هېروو.
د دې لپاره چې له داسې حالت سره مخ نه شو، باید هوښیار واوسو، د ژوند له تجربو څخه زده کړه وکړو او د مشرانو او تجربهلرونکو خلکو له تجربو ګټه واخلو.
د دې حکایت په پای کې په څرګنده توګه ویلی شو:
د حل لاره هوښیارتیا، ویښتیا او د مشرانو له تجربو څخه ګټه اخیستل دي.
نو ګرانو لوستونکو!
د ژوند هره شېبه ارزښت لري. هره پرېکړه پایله لري او هر فرصت ممکن یوازې یو ځل زموږ مخې ته راشي.
راځئ چې د ژوند له لنډمهالو خوندونو څخه د خپلو مهمو موخو د هېرولو لپاره کار وانخلو او هڅه وکړو چې د هرې تجربې له دننه یو نوی درس زده کړو.
هغه کیسه چې نن مو ولوسته، د مولانا جلالالدین بلخي د «مثنوي معنوي» کتاب له حکایتونو څخه ده، چې په روانه او ساده ژبه مو تاسو ته وړاندې کړه.
«مثنوي معنوي» یو منظوم او شاعرانه اثر دی چې شاوخوا ۲۶ زره بیتونه لري او په شپږو لویو برخو وېشل شوی دی.
مولوي، چې د ایران د ځمکې له سترو شاعرانو څخه ګڼل کېږي، دغه تلپاتې اثر یې په ۱۲۶۰ میلادي کال کې ولیکه.
«مثنوي معنوي» له اسلام وروسته د فارسي ژبې د عرفاني او لرغونو ادبیاتو له تر ټولو سترو او غوره اثارو څخه ګڼل شوی دی.
دغه ستر اثر د نړۍ په بېلابېلو ژبو ژباړل شوی او تر اوسه هم د ایران د فرهنګي او ادبي ویاړونو له ډلې څخه ګڼل کېږي.
د «مثنوي معنوي» حکایتونه یوازې د تېر وخت کیسې نه دي؛ بلکې د انسان د ژوند، اخلاقو، چلند، هوښیارۍ، تجربې او د انسان د تېروتنو په اړه ډېر درسونه لري.
د نن ورځې د حکایت په څېر، د دغو کیسو ډېری برخه هڅه کوي انسان ته دا وښيي چې د ژوند په لاره کې باید یوازې د ظاهري خبرو او لنډمهالو خوښیو تر اغېز لاندې رانشي، بلکې د هرې پېښې تر شا پټ درس هم درک کړي.
موږ هم هیله لرو چې د نن ورځې له حکایت څخه مو یو ګټور درس اخیستی وي او دا کیسه به مو یوازې د یوې خوندورې کیسې په توګه نه وي اورېدلې، بلکې د خپل ژوند لپاره به مو ترې یو پند هم اخیستی وي.
له دې سره د «د حکایتونو کاروان» د لړۍ اتمه خپرونه هم پای ته ورسیده.
تر بیا مو الله مل