د سوریې په پلازمینه دمشق کښې د چاودنې غږ اوریدل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i177998-د_سوریې_په_پلازمینه_دمشق_کښې_د_چاودنې_غږ_اوریدل_شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې رسمي رسمي خبري اژانس سانا وویل چې د پلازمینې دمشق په خوا کښې د الضمیر ښار په شمال لویدیځ کښې د چاودنې غږ اوریدل شوی او د دغه چاودنې د ماهیت د معلومولو لپاره غور روان دی.
(last modified 2026-09-12T00:58:09+00:00 )
Sep 12, 2026 05:25 Asia/Kabul
  • د سوریې په پلازمینه دمشق کښې د چاودنې غږ اوریدل شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې رسمي رسمي خبري اژانس سانا وویل چې د پلازمینې دمشق په خوا کښې د الضمیر ښار په شمال لویدیځ کښې د چاودنې غږ اوریدل شوی او د دغه چاودنې د ماهیت د معلومولو لپاره غور روان دی.

ځینو غیر رسمي سرچینو ادعا وکړه چې دغه چاودنه په دغه سیمه کښې د وسلو او د مهماتو ګودام ته اړونده ده.

بل خبر دا چې د سعودي په امنیتي ځواکونو باندې وسله وال برید شوی

د سوریې حکومتي رسنۍ سانا د حلب ښار په مرکز کښې د حلب په ختیځ کښې د داخلي امنیت د ځواکونو په ګاډو باندې د برید او په دغه ښار کښې د امنیتي تدبیرونو د زیاتیدا خبر ورکړ.

سانا خبري اژانس د عین العرب یعني د کوباني  سیمه د داخلي امنیت ادارې په ودانۍ باندې د ځینو کسانو له برید وروسته په دغه ښار کښې د تیارسې خبر ورکړ.