سوریه نن نورو چاودنو ولړزوله
Sep 21, 2026 14:04 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په سوریې کښې نن سهار وختي له یوشمیر چاودنو وروسته څو ساعته مخکې د حلب جنوبي سیمه هم ویرونکو چاودنو ولړزوله.
دغه نوي چاودنې د سوریې د حلب د جنوب په خوا کښې العیس سیمې ته نږدې د سوریې د پوځ د وسلو په ګودام کښې شوې دي.
له دې پیښې سره په یووخت د سوریې په حلب ولایت کښې امنیتي ځواکونه تیارسې شوي دي او له حلب څخه دمشق ته تلونکې اصلي لاره او د حلب ولایت په جنوب کښې د چاودنو ځاې ته ټولې تلونکي لارې هم تړل شوې دي.
تراوسه د دغو چاودنو علت نه دی معلوم شوی.
ټیګونه