په انډونیزیا کښې نن شپږ اعشاریه دوه ریشټره سخته زلزله راغله
Sep 12, 2026 06:36 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمني د ځمکې د پیژندنې د علومو د تحقیقاتو مرکز وویل چې شپږ اعشاریه دوه ریشټره سختې زلزلې نن د اندونیزیا جاوه سیمه ولړزوله.
د روان میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه هم د انډونیزیا په لورس سیمه کښې اوه اعشاریه اوه ریشټره سخته زلزله راغلې وه او له کبله یې له سلو زیات کسان وژل شوي او یو زر او شپږ سوه درې نور ژوبل شوي هم وو.
د دغه زلزلې له کبله څه د پاسه یولک اتیا زره کسان کدوال شوي هم دي.
ټیګونه